۰
سیاسي ګوندونه:

د ولسي جرگي ټاکنې له درغلیو او بې نظمیو ډکې وې

دوشنبه ۳۰ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۰۴
د یو شمېر سیاسي ګوندونو ائتلاف وايي، د ولسي جرګې ټاکنې تر سره شوې، خو دغه ټاکنې له درغلیو او پراخو بې نظمیو ډکې وې.
د ولسي جرگي ټاکنې له درغلیو او بې نظمیو ډکې وې
د یو شمېر سیاسي ګوندونو ائتلاف وايي، د ولسي جرګې ټاکنې تر سره شوې، خو دغه ټاکنې له درغلیو او پراخو بې نظمیو ډکې وې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه سیاسي ګوندونو نن دوشنبې د تلې ۳۰ مه کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال و ویل، چې په ټاکنو کې د خلکو له بې‌ساري ګډونه هرکلی کوي، خو وايي چې دغه بهیر له ستونزو او بې‌شمېره درغلیو سره مخ و.

د دوی په وینا د رایې ورکولو مرکزونو په ځند او د زیات شمېر مرکزونو نه ‌پرانيستل یو پلان شوی عمل وو او  غوښتنه یې وکړه، چې تکراري او له بایو مټریک پرته کارول شوې رایې باید باطلې اعلان شي.

د افغان ملت ګوند عمومي منشي ډاکتر نادر حساس  و ویل، چې په دغه ټاکنو کې درغلي شوې او بې درېغه ستونزې په کې رامنځ ته شوې دي.

نوموړي و ویل، دغه څه د ټاکنو د بهیر روڼتیا، مشروعیت او باور تر پوښتنو لاندې راوستی، چې باید جدي څېړنه یې وشي او تکراري او له بایومتریک پرته رایې باید باطلې اعلان شي.

دوی همدا شان وویل، د ریې، ورکولو په ډېرو مرکزونو کې څارونکو ته د څارنې اجازه نه‌ده ورکړل شوې او په یادو مرکزونو کې حاکمیت له زورواکو سره پاتې شوی.

د دغه ایتلاف په استازیتوب د جمعیت اسلامي ګوند غړي نور رحمان اخلاقي ویلي، په ټاکنو کې ګڼې ستونزې موجودې وې چې مخنیوی یې شونی و، خو د ټاکنو کمیسیون یې پر وړاندې تدابیر نه لرل.

نوموړي همدا راز د ټاکنو پر کمیسیون تور پورې کړی چې په ځينو سیمو کې یې په لوی لاس بې نظمۍ جوړې کړې وې.

د اخلاقي په خبره، د بایومیتیرک سیستم خرابوالی، د ټاکنیزو مرکزونو ناوخته پرانیستل کېدل، دویمې ورځې ته په ځينو سیمو کې د ټاکنو غځېدل او په ډېری برخو کې کمزوری نظارت هغه ستونزې دي چې ټاکنې یې تر پوښتنې لاندې راوستې دي.

نوموړي زیاته کړه، سیاسي ګوندونو پر ټاکنو نظارت درلود نو له همدې امله یې ګڼ داسې سندونه تر لاسه کړي دي چې په ټاکنو کې د پراخو درغلیو موجودیت ثابتوي.

دغو ګوندونو همدارنګه وویل چې ډېر ژر به د هېواد ملي ګټو ته په پام او ولس سره له سلا مشورو وروسته د ۱۳۹۷ لمریز کال د ولسي جرګې د ټاکنو په تړاو خپل ګډ دریځ څرګند کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي