د جنرال رازق ورور د هغه ځای ناستی وټاکل شو

30 میزان 1397 ساعت 14:05

د کورنیو چارو وزارت وايي، د جنرال عبدالرازق اڅکزي ورور تادین خان اڅکزی د کندهار د امنیه قوماندان په توګه ټاکل شوی دی.


د کورنیو چارو وزارت وايي، د جنرال عبدالرازق اڅکزي ورور تادین خان اڅکزی د کندهار د امنیه قوماندان په توګه ټاکل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن دوشنبې د تلې ۳۰ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې تادین خان اڅکزی نن په رسمي ډول د کندهار د امنیه قوماندان په توګه معرفي شو.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د اړتیا په پام، د کورنیو چارو وزارت په وړاندیز او د ولسمشر غني په منظورۍ د شهید سترپاسوال عبدالرازق ورور تادین خان اڅکزی د کورنیو چارو وزارت د لومړي مرستیال پاسوال جانان بارکزي له خوا د کندهار د امنیه قوماندان په توګه رسمآ معرفي شو.

باید و ویل شي چې د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق او د کندهار د ملي امنیت رییس جنرال مومن حسین خیل د تېرې پنشنبې په ورځ د کندهار ولایت په مقام کې د ناټو د لوړو پوړو چارواکو سره تر یوې امنیتي غونډې وروسته په یوه وسله وال برید کې و وژل شو.

د دغه برید مسوولیت وسله والو طالبانو پر غاړه واخیست او ویې ویل، چې جنرال عبدالرازق د هغه نفوذي کس له خوا و وژل شو، چې د کندهار د والي د ساتونکي په توګه دوه میاشتې وړاندې ګمارلی شوی وو.

د جنرال رازق وژل کېدو په کور دننه او بهر ګڼ غبرګونونه درلود، چې د خواله رسنیو له مخې ځینې په دغه کار کې بهرنیا، ځینې د پاکستان استخباراتي اداره او ځینې هم داخلي لاس او دسیسه بولي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 109472

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/109472/

جمهور
  https://www.jomhornews.com