۰

جان بولټن به د افغان سولې په برخه کې له روسیې د همکارۍ غوښتنه وکړي

دوشنبه ۳۰ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۱۲
د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن د یو لړ مهمو مسایلو د بحث او خبرو له پاره د روسیې پلازمېنې مسکو ته رسېدلی دی.
جان بولټن به د افغان سولې په برخه کې له روسیې د همکارۍ غوښتنه وکړي
د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن د یو لړ مهمو مسایلو د بحث او خبرو له پاره د روسیې پلازمېنې مسکو ته رسېدلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې راپورونه وايي، بولټن به له خپل روسي سیال نیکولای پتروشف او د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره وګوري.
 
دواړه لوري به په دغه لیدنه کې پر یو لړ مهمو مسایلو خبرې او بحثونه ولري او دغه راز به نوموړی له مسکو وغواړي چې د افغان سولې په برخه کې همکاري ورسره وکړي.

که څه هم امریکا تر دې دمه په دې اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي، خو د بحث یوه مهمه موضوع د افغانستان د سولې مسئله ده او امریکا به له مسکو وغواړي څو طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي.

د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار داسې مهال روسیې ته سفر کړی چې په دې وروستیو کې د واشنګټن او مسکو اړیکې ترینګلې شوې دي.

دوی به همدار راز د واشنګټن او مسکو پر وروستیو اړیکو او ترینګلو مناسباتو هم خبرې او بحثونه ولري.
په دې وروستیو کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر روسیې ګڼ تورونه لګولي دي.

هغه ویلي چې روسیې لنډ واټن ویشتونکي توغندي هم جوړ کړي دي نو ځکه یې زړه ښه کړی چې له دغه هېواد سره یو مهم اټومي تړون لغوه کړي. مسکو بیا د ټرمپ دغه تورونه رد کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي