هرات کې ۳ بهرنیو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

1 عقرب 1397 ساعت 8:07

ناټو اعلان کړی، چې د افغانستان په هرات ولایت کې یې درې سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


ناټو اعلان کړی، چې د افغانستان په هرات ولایت کې یې درې سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ناټو په دغه اعلامیه کې ویلي، چې د دوی سرتېرو ته د افغان امنیتي ځواکونو په یوه برید کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه برید کې یو بهرنی سرتېری وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

په خبرپانه کې د پېښې دقیق ځای او د سرتېرو هویت نه دی په ډاګه شوی.

خو طالب ویاند قاري یوسف احمدي ویلي، چې د دوی یو نفوذي کس پرون دوشنبې د تلې ۳۰ مه د هرات د شنډنډ ولسوالۍ په هوايي ډګر کې څو کسه امریکايي سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 109480

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/109480/

جمهور
  https://www.jomhornews.com