ارګ وايي، د افغان حکومت او امریکا له خوا سختې هلې ځلې روانې دي، چې له طالبانو سره ډېر ژر د سولې مخامخ خبرې پیل کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ولسمشرۍ ماڼۍ د ستراتېژیکو اړیکو رییس محمد هارون چخانسوري ویلي، چې له طالبانو سره دخبرو لپاره د افغان حکومت او امریکا هڅې بې ساري دي.
د هغه په وینا تمه ده، چې ډېر ژر د امریکا په منځګړیتوب د افغان حکومت او طالبانو تر منځ مخامخ خپرې پیل شي.
هغه دا راپورونه هم رد کړل، چې ګڼې د سولې په اړه د افغان حکومت او امریکا تر منځ اختلافات دي، بلکې و یې ویل، چې په دې برخه کې افغان حکومت او امریکا د نظر یووالی لري او هېڅ ډول اختلافات نشته.
نوموړي زیاته کړې، چې د امریکا هڅې هم د دې لپاره دي څو طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته وهڅوي.
دی وایي، د سولې په برخه کې د زلمي خلیلزاد تر سفر وروسته کوم نوی پرمختګ نه تر سترګو کېږي خو بیا هم تمه ده، چې د هڅو دغه لړۍ نوره هم چټکه شي او د مخامخ خبرو زمینه برابره شي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړ، چې د امریکا له خوا د طالب استازو سره پر خبرو افغان ولسمشر محمد اشرف غني خشمېدلی او ځان په دې برخه کې څنډې ته احساسوي.
جمهورخبري آژانس:کابل