نشنل انټرسټ:

افغانستان کې د جګړې پای یوې قوي سیمه ییز هوکړې ته اړتیا لري

1 عقرب 1397 ساعت 8:25

نشنل انټرسټ نشریه په یوه مقاله کې لیکلي، چې په افغانستان کې د جګړې پای ته رسول یوې قوي سیمه ییز همکارۍ او هوکړې ته اړتیا لري.


نشنل انټرسټ نشریه په یوه مقاله کې لیکلي، چې په افغانستان کې د جګړې پای ته رسول یوې قوي سیمه ییز همکارۍ او هوکړې ته اړتیا لري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه نشرې زیاته کړې، قوي سیمه ییزه هوکړه به دا وي، چې د سیمې ټول هېوادونه په افغانستان کې د سولې له راتګه ملاتړ وکړي او د ترهګرو له همکارۍ لاس واخلي.

د سرچینې په وینا همداسې یوه هوکړه په ۲۰۰۱ میلادي کال کې هم رامنځ ته شوې، چې په پایله کې یې نړیوالو د طالبانو حکومت وپرځاوه او په افغانستان کې یو نوی دیموکراتیک نظام جوړ کړای شو.

په ورته وخت په دې مقاله کې دا هم ویل شوي، چې د جګړې د حل یو بل اړخ دا هم کېدای شي، چې ولسمشر چې پخپل هېواد کې له ملت او د حکومت له ټولو اړخونو سره یوه قوي هوکړه رامنځ ته کړي او له ټولو دا ژمنه واخلي چې دوی سوله غواړي او په ګډه به د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کوي.

د مقالې د لیکوال په وینا که څه هم په افغانستان کې د سولې له پاره هڅې پیل شوې خو تر څنګ یې په دغه هېواد کې پر روان خونړي تاوتریخوالي او جګړو هم سترګې نه شي پټېدلی.

نشریه زیاتوي دا سمه ده چې امریکا د سولې په برخه کې نوي اقدامات پيل کړي دي، خو دا هغه اقدامات او هڅې دي چې افغان حکومت کلونه ځان ورباندې ستړی کړی دی.

نشنل انټرسټ دا مقاله پر داسې مهال خپره کړې، چې ویل کېږي امریکا د همداسې کار له پاره هڅې پیل کړې او د همدې هڅو په لړ کې د امریکا د ملي امنیت سلاکا جان بولټن مسکو ته رسېدلی دی.

راپورنه وايي، بولټن په له روسي چارواکو سره د افغانستان د سولې په اړه خبرې وکړي او له روسیې به وغواړي، چې د سولې خبرو ته د طالبانو په حاضرولو کې له امریکا سره مرسته وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 109482

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/109482/

جمهور
  https://www.jomhornews.com