قندوز او بدخشان کې ۱۶ وسله وال وژل شوي دي

1 عقرب 1397 ساعت 8:40

په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، قندوز او بدخشان ولایتونو کې د افغان پوځ په عملیاتو کې ۲۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، قندوز او بدخشان ولایتونو کې د افغان پوځ په عملیاتو کې ۲۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه زون کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو نن د لړم اوله په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې افغان ځواکونو پرون په بدخشان او قندوز کې د وسله والو طالبانو پر ضد یو لړ عملیات تر سره کړي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د قندوز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ په پل خشتي او امام الدین څلور لاري کې د جګړې او هوايي برید پر مهال ۸ وسله وال وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې په وژل شویو کسانو کې یو هم قاري شفیق الله د طالبانو سرګروپ هم شامل دی او دغه سیمې د طالبانو له شتون څخه پاتې شوې دي.

دغه راز خبرپاڼه زیاتوي، چې د بدخشان ولایت په راغستان ولسوالۍ کې بیا د افغان پوځ په هوايي بریدونو کې ۸ وسله وال طالبان وژل شوي، درې ټپیان او دوه پټنځایونه یې له منځه وړل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:شمال
 
 


د مطلب کود: 109485

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/109485/

جمهور
  https://www.jomhornews.com