۰
رحمت الله نبیل:

د جنرال عبدالرازق د ترورو پېښه پېچلې ده، کندهار والي باید ولس ته ځواب و وايي

سی شنبه ۱ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۰۵
د ملي امنیت مخکنی مشر رحمت الله نبیل وایي، د کندهار د امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق د ترور مسله شکمنه او پېچلې ده او د کندهار والي باید د ولس پوښتنو ته ځواب و وايي.
د جنرال عبدالرازق د ترورو پېښه پېچلې ده، کندهار والي باید ولس ته ځواب و وايي
د ملي امنیت مخکنی مشر رحمت الله نبیل وایي، د کندهار د امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق د ترور مسله شکمنه او پېچلې ده او د کندهار والي باید د ولس پوښتنو ته ځواب و وايي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نبیل په یوه لیکنه کې د جنرال عبدالرازق د ترور په اړه معلومات له خلکو سره شریک کړي دي او ویلي یې دي، چې پر جنرال رازق برید په پاکستان کې پلان شوی وو.

نوموړي د خپلو سرچینو د معلوماتو پر بنسټ لیکلي، هغه کس چې پر جنرال رازق یې برید کړی د الحمزه د ځانمرګو په روزنیز مرکز کې یې زده کړې کړې دي.

نبیل
نوموړي په دې لیکنه کې ویلي«د جنرال رازق د ترور اصلي پلان ملاشرین، چې د کویټې شورا غړی دی له آی اېس آی سره په ګډه او د والي د یوه ساتونکي (هغه برید کوونکی چې ځان یې د هغه د دوستان په جامه کې ورپېژندلی او د والي د ساتونکو په ډله کې یې په دنده ګمارلي) په همکارۍ جوړ کړی وو او د پېښې تر رامنځ ته کېدو وړاندې له کندهار ښار څخه تښتېدلی. باید و ویل شي، چې ملا شیرین د سراج الدین حقاني سره نېږدې اړیکې لرې او فعلآ د استخباراتو مسوول او په کویټه کې اوسېږي.»
ویلي، چې د الحمزه د ځانمرګو روزنې مرکز د تاج میر جواد مشهور په مولوي ذبیح الله چې د پاکستان د څارګرې ادراې یا آی اېس آی سره نېږدې اړیکې لري تر مستقیم نظارت لاندې دی.

د ملي امنیت مخکني رییس زیاته کړې، چې تاج میر جواد په پاکستان کې دی او دا پلان یې د ملا شیرین چې د طالبانو د کویټې شورا غړی او د پاکستان له څارګرې ادارې سره نېږدې اړیکې لري له خوا جوړ شوی وو.

نوموړي په دې لیکنه کې ویلي«د جنرال رازق د ترور اصلي پلان ملاشرین، چې د کویټې شورا غړی دی له آی اېس آی سره په ګډه او د والي د یوه ساتونکي (هغه برید کوونکی چې ځان یې د هغه د دوستان په جامه کې ورپېژندلی او د والي د ساتونکو په ډله کې یې په دنده ګمارلي) په همکارۍ جوړ کړی وو او د پېښې تر رامنځ ته کېدو وړاندې له کندهار ښار څخه تښتېدلی. باید و ویل شي، چې ملا شیرین د سراج الدین حقاني سره نېږدې اړیکې لرې او فعلآ د استخباراتو مسوول او په کویټه کې اوسېږي.»

نبیل د جنرال رازق د ترور پېښه یوه پېچلې او مشکونه برنامه بللې، او ټینګار یې کړی، چې برید کوونکی ۱۷ کلن ځوان وو.

نوموړي دغه راز په دې لیکنه کې ویلي، د کندهار والي جنرال زلمی ویسا چې په دې پېښه کې په پښو کې ټپي شوی او دا مهال تر درملنې لاندې دی، د افغان ولس پوښتنو ته ځواب ورکړي، چې په کوم دلیل یې یو ۱۷ کلن هلک په یوه نیمه میاشت کې دومره زړه ته نېږدي شي، چې دغه ډول مهمو غونډو ته یې ورسره بیايي او ان د والي کلکوف وسله له ځان سره وړي؟.

د ملي امنیت مخکني رییس ټینګار کړی چې د ده په نظر د دې وخت رارسېدلي، چې د ملي یووالي حکومت او امریکا پر پاکستان فشار راوړي، چې تاج
نوموړي دغه راز په دې لیکنه کې ویلي، د کندهار والي جنرال زلمی ویسا چې په دې پېښه کې په پښو کې ټپي شوی او دا مهال تر درملنې لاندې دی، د افغان ولس پوښتنو ته ځواب ورکړي، چې په کوم دلیل یې یو ۱۷ کلن هلک په یوه نیمه میاشت کې دومره زړه ته نېږدي شي، چې دغه ډول مهمو غونډو ته یې ورسره بیايي او ان د والي کلکوف وسله له ځان سره وړي؟.
میر او شرین ونیسي، افغان حکومت ته یې وسپاري هغه څه چې د ټولو اړخونو له پاره یوه لویه ازموینه ده!

نبیل دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د ملي امنیت لوی رییس محمد معصوم ستانکزي تېره ورځ دوشنبې د تلې ۳۰ مه کندهار کې د یوې خبري غوډې پر مهال و ویل، چې پر جنرال رازق برید کوونکي تر برید پنځه دقیقې وړاندې له ډېورنډ کرښې پورې غاړې ۲:۳۰ دقیقې اړیکه درلوده.

نوموړي و ویل، چې برید کوونکي په جعلي نامه او جعلي پېژندپاڼه د والي د ساتونکي په توګه دنده تر لاسه کړې وه، خو دا چې په تېلفوني اړیکه کې یې څه ویلي او له چا سره یې خبرې کړې، په اړه جزیات ورنکړل.

د ملي امنیت رییس زیاته کړه، چې د جنرال رازق او جنرال مومن د ترورو په مسله کې ۱۵ کسان نیول شوي، چې دا مهال ترې پلټنې رواندې دي.

باید و ویل شي، چې د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق او د ملي امنیت رییس جنرال مومن حسین خیل د کندهار ولایت په مقام کې د بهرنیو ځواکونو له عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر سره تر یوې امنیتي غونډې وروسته د ولایت مقام په انګړ کې تر وسله وال برید لاندې راغلل او شهیدان شول.

په دغه برید کې کندهار والي جنرال زلمی ویسا او د امریکا د دفاع وزارت په خبره د دوی یو لوړ پوړی جنرال جیفري سمېلي هم ټپیان شوي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي