نورستان او غور کې ۲۰ وسله وال طالبان وژل شوي دي

1 عقرب 1397 ساعت 10:21

ملي دفاع وزارت وايي، نورستان او غور ولایتونو کې د مخامخ جکړې او هوايي بریدونو په ترڅ کې ۲۰ وسله وال طالبان وژل شوي دي.


ملي دفاع وزارت وايي، نورستان او غور ولایتونو کې د مخامخ جکړې او هوايي بریدونو په ترڅ کې ۲۰ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن سه شنبې د لړم اوله په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې افغان ځواکونو د نورستان ولایت په نورګرام ولسوالۍ کې د ځوابیه برید پر مهال ۱۴ وسله وال طالبان وژلي او د هغوی یوه اندازه وسلې او مهمات یې تر لاسه کړي دي.

بل خوا سرچینه زیاتوي، چې د غور ولایت په دولینه ولسوالۍ کې د هوايي برید پر مهال ۶ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 109494

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/109494/

جمهور
  https://www.jomhornews.com