۰

د ننګرهار حصارک ولسوالۍ له پاره طالب ولسوال وژل شوی دی

سی شنبه ۱ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۰۱
سیمه ییز چارواکي وایي، د ننګرهار ولایت د حصارک ولسوالۍ له پاره د طالبانو ولسوال مولوي عبدالجبار له ۱۴ ملګرو سره یو ځای وژل شوی دی.
د ننګرهار حصارک ولسوالۍ له پاره طالب ولسوال وژل شوی دی
سیمه ییز چارواکي وایي، د ننګرهار ولایت د حصارک ولسوالۍ له پاره د طالبانو ولسوال مولوي عبدالجبار له ۱۴ ملګرو سره یو ځای وژل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په ختیځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول رادو مطبوعاتي مسؤول جګړن محمد هارون یوسفزی ویلي، مولوی عبدالجبار او ملګري یې د بهرنیو ځواکونو په هوايي برید کې وژل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې بهرنیو ځواکونو پرون دوشنبې د تلې ۳۰ مه ناوخته مهال د ننګرهار د حصارک ولسوالۍ د لاجګړ او میاګانو سیمو کې د وسله والو طالبانو پر پټنځایونو هوايي بریدونه کړي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې په دغه بریدونو کې د طالبانو یو مشهور قوماندان مولوي عبدالجبار له ۱۴ ملګرو سره وژل شوی او د هغوی یو شمېر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.

په ورته وخت کې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي ویلي، چې مولوي عبدالجبار د حصارک له پاره د طالبانو نومول شوی ولسوال او یو مشهور قوماندان وو.

بل خوا ننګرهار مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې ملي امنیت ځواکونو د جلال آباد ښار د درېیمې ناحیې اړوند سیمه کې یو لړ ځانګړي عملیات تر سره کړي دي.

نوموړي ویلي، په دې عملیاتو کې د وسله والو طالبانو د ښاري شبکې غړى رفيع الله چې  د قوماندان شاهين د ګروپ غړى و، وژل شوى دى.

اعلاميه کې دغه راز راغلي، چې د وژل شوي وسله وال يو ميل تومانچه هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلې ده.

خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي