حکمت کرزی حکومت ته!

بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مسایلو مه قربانی کوۍ

1 عقرب 1397 ساعت 14:40

د بهرنیو چارو وزارت مخکني سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي له دغه وزارت د مخه ښه په مراسمو کې پر حکومت غږ وکړ، چې بهرنیو چارو وزارت د خپلو سیاسي مسایلو قرباني نه کړي.


د بهرنیو چارو وزارت مخکني سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي له دغه وزارت د مخه ښه په مراسمو کې پر حکومت غږ وکړ، چې بهرنیو چارو وزارت د خپلو سیاسي مسایلو قرباني نه کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د حکمت خلیل کرزي د مخه ښې له پاره نن سه شنبې د لړم اوله بهرنیو چارو وزارت کې ځانګړي مراسم نیول شوي و، چې په کې صلاح الدین رباني، پخواني وزیر ډاکتر سپنتا، د امریکا ایران او ځینو نورو هېوادونو سفیرانو او دیپلوماتانو برخه درلوده.

د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني په خپلو خبرو کې په تېرو څلورو کلونو کې په بهرنیو چارو وزارت کې د حکمت خلیل کرزي هڅې وستایلې او ډېرې لاس ته راوړنې یې د هغه وبللې.

رباني و ویل، چې ښاغلي کرزی یو ښه ځوان فعاله سیاست مدار دی، چې د خپل کار په دوران کې ښې لاس ته راوړلې لري او تل یې ملي ګټې په نظر کې وې.

په دغه مراسمو کې کابل کې د امریکا او ایران سفیرانو جان بس او بهرامي هم د حکومت خلیل کرزي ستاینه وکړه او هغه یې یو وتلی او زیرک دیپلومات او سیاستمدار وباله.

د غونډې په پای کې حکمت خلیل کرزي د مننې تر څنګ ټولې لاس ته راونې یوازې د ځان نه بلکې د وزارت د کارکوونکو د هڅو او زیار ثمره وبلله.

هغه پر خپلو خبرو کې له حکومته وغوښتل، چې دغه وزارت د خپلو سیاسي مسایلو قرباني نه کړي، ځکه د ده په وینا په دې وزارت کې ډېر ښه ظرفیتونه شتون لري او کولای شي په بهرنیو هېوادونو کې د افغانستان ښه استازي توب وکړي.

نوموړي و ویل« له بده مرغه په هېواد کې د ټاکنو او یا نورو سیاسي معاملو پر مهال د بهرنیو چارو وزارت پر څوکیو معاملې کېږي، له همدې امله په بهرنیو چارو وزارت پورې اړوند سفارتونو ته زورواکي، سیاسي څېرې او غیر مسلکي کسان لېږل کېږي.»

د ښاغلي کرزي په وینا دې کار د هېواد د بهرني سیاست دستګا کمزورې کړې ده او په بهرنیو چارو وزارت کې یې له وړ او مسلکي ديپلوماتانو د کار چانس اخیستی دی.

ده پر حکومت غږ وکړ چې د خپلو سیاسي معاملو لپاره دې خپل کسان پر دغو څوکیو نه ګوماري بلکې د بهرنیو چارو وزارت له داخلي ظرفیت دې ګټه پورته کړل شي.

د کرزي په خبره د بهرنیو چارو وزارت د هېواد راتلونکې او د بهرني سیاست د توازن ساتلو لپاره تر ټولو مهمه مرجع ده او په وینا یې په دې برخه کې ګڼې لاس ته راوړنې لري.

باید و ویل شي، چې حکمت خلیل کرزی د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال و، چې څه باندې یوه اونۍ وړاندې یې له دې دندې استعفا ورکړه او د خپلې استعفا لاملونه په حکومت کې سیاسي ناندرۍ بللې وې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 109511

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/109511/

جمهور
  https://www.jomhornews.com