۰

نړیوال بانک له افغانستان سره ۴۰۳ میلیونه ډالرو مرستې اعلان کړه

سی شنبه ۱ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۵۶
د نړیوال بانک او افغانستان د مالیې وزارت تر منځ د دغه بانګ له خوا د افغانستان سره د ۴۰۳ میلیونه ډالرو مرستې تړون لاسلیک کړ.
نړیوال بانک له افغانستان سره ۴۰۳ میلیونه ډالرو مرستې اعلان کړه
د نړیوال بانک او افغانستان د مالیې وزارت تر منځ د دغه بانګ له خوا د افغانستان سره د ۴۰۳ میلیونه ډالرو مرستې تړون لاسلیک کړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د مرستې دغه تړون نن سه شنبې د لړم اوله کابل کې د مالیې د سرپرست وزیر همایون قیومي او د نړیوال بانګ د استازي تر منځ لاسلیک شو.

د ماليې د سرپرست وزیر په وینا له دغه ۴۰۳ میلیونه ډالرو مرستې څخه به ۲۹۰ میلیونه ډالر د پوهنې وزارت له لارې د پوهنې د پیاوړتیا، ۱۰۰ میلیونه ډالر د ښځو چارو وزارت له خوا د ښځو د طرفیت لوړولو او ۵ میلیونه ډالر به یې هم د لوړو زده کړو وزارت له خوا ولګول شي.

د پوهنې وزارت سرپرست هم په دغه کنفرانس کې د نړیوال بانک له دغه مرستې مننه وکړه او ویې ویل هڅه به وکړي چې دغه مرستې په مهمو مواردو کې وکارول شي او په اړینو برخو کې ګټه ترې پورته شي.

د هغه په وینا د هېواد د پوهنې سکتور لا هم ډېرو مرستو ته اړتیا لري او په وینا یې تیار دی چې نړیوالو او ملي بنسټونو ته د مرستو او مالي لګښتونو په اړه شفاف راپورونه وړاندې کړي.

په دې غونډه کې د ښځو چارو وزارت مرستیالې سپوږمۍ وردګ هم د نړیوال بانک له دې مرستې مننه وکړه خو غوښتنه یې وکړه، چې د ښځو ستونزو او د هغوی ظرفیت ته په کتو دا مرستې باید په داسې ډول ولګول شي، چې لاس ته راوړنه یې مثبته وي.

نوموړې و ویل، چې په تېر کې د ښځو په برخه کې ځینې داسې پروژې پلې شوې، چې له یوې خوا توازن په کې په پام کې نه و نیول شوی او له بلې خوا یې ښځو ته هېڅ ګټه نه ده کړې.

هغه د بېلګې په توګه د کندهار د مېرمنو د لاسي خامک صعنت یاد کړ، چې په وینا یې دا کار د کندهار د مېرمنو ښه زده دی، خو پروژه یې په بامیانو کې پلې شوه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي