۰

سرپل کې د سیمه ییز پاڅون کوونکو یو قوماندان وژل شوی دی

چهارشنبه ۲ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۵۰
سیمه ییز چارواکي وايي، سرپل ولایت کې د سیمه ییزه پاڅونوالو یو قوماندان له خپل ۱۳ کلن زوی سره یو ځای د ماین په چاودنه کې وژل شوی دی.
سرپل کې د سیمه ییز پاڅون کوونکو یو قوماندان وژل شوی دی
سیمه ییز چارواکي وايي، سرپل ولایت کې د سیمه ییزه پاڅونوالو یو قوماندان له خپل ۱۳ کلن زوی سره یو ځای د ماین په چاودنه کې وژل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون سه شنبې د لړم اوله په دغه ولایت کې رامنځ ته شوې ده.

د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني وايي، د سیمه ییزه پاڅونوال دغه قوماندان عبدالرحمن نومېږي او له خپل ۱۳ کلن زوی سره مارکېټ ته روان و، چې د سړک د غاړې ماین چاودنه پرې شوې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې په دې چاودنه کې خپله قوماندان عبدالرحمن او د هغه ۱۳ کلن زوی وژل شوي دي.

د سرپل د والي ویاند د پېښې پړه د وسله والو طالبانو پر غاړه واچوله، خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:سرپل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي