۰

ټرمپ او پوتین به په پاریس کې سره وګوري

چهارشنبه ۲ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۵۲
راپورونه وايي، ټاکل شوې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین په پاریس کې سره وګوري.
ټرمپ او پوتین به په پاریس کې سره وګوري
راپورونه وايي، ټاکل شوې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین په پاریس کې سره وګوري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کرملین ویلي، هوکړه شوې، چې ټرمپ او پوتین به د راتلونکې نومبر میاشتې په ۱۱ مه نېته سره وګوري.

کرملین زیاته کړې، چې دغه لیدنه به د لومړۍ نړیوالې جګړې د سلمې کلیزې په مراسمو کې تر سره شي او دواړه لوري به په یو لړ مسایلو خبرې وکړي.

په ورته وخت کې روسیه وايي، پوتین او د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار هم پر ګڼو مسایلو نېږدې یو نیم ساعته خبرې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د امریکا او روسیې تر منځ اړیکې تړینګلې شوې او ټرمپ ویلي، چې امریکا به منځني واټن ویشتونکو توغندیو له تړون څخه وباسي.

ټرمپ ویلي، چې روسیه هغه توغندي جوړوي او ازمويي چې د یوې هوکړې له مخې یې باید جوړول او ازمویل درول شوي وای.

خو روسیې د ټرمپ دغه ادعا په کلکه رد کړې او د نړۍ له پاره یې لوی خطر بللی او خبردارۍ یې ورکړی، چې که امریکا له دغه تړون څخه ووځي نو دوی به هم خپلې اټومي بټۍ پراخه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي