۰
د پوهنې وزارت:

طالبانو غزني کې برمته کړي ښوونکي خوشي کړي دي

چهارشنبه ۲ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۰۳
د پوهنې وزارت چارواکي وایي، وسله والو طالبانو په غزني ولایت کې ټول برمته کړي، ښوونکي بېرته خوشي کړي خو د غزني د پوهنې چارواکي وايي شپږ تنه اوس هم د طالبانو سره دي.
طالبانو غزني کې برمته کړي ښوونکي خوشي کړي دي
د پوهنې وزارت چارواکي وایي، وسله والو طالبانو په غزني ولایت کې ټول برمته کړي، ښوونکي بېرته خوشي کړي خو د غزني د پوهنې چارواکي وايي شپږ تنه اوس هم د طالبانو سره دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ځايي خلکو ویل، چې وسله والو طالبانو پرون سه شبنې د غزني ولایت په ګیرو ولسوالۍ کې تر ۱۲۰ زیات ښوونکي او د پوهنې کارکوونکي برمته کړي وو.

د دوی په وینا طالبانو دغه کسان له دې امله برمته کړي وو چې ولې یې د بانک له لارې خپل معاشونه تر لاسه کول او دا کار یې باید د معتمد له لارې تر سره کړی وای.

د غزني د والي ویاند عارف نوري ویلي و، طالبانو دغه ښوونکي برمته کړي نه و، بلکې ورغوښتي یې و، او له دې کار یې موخه دا وه، چې د معتمد له لارې معاشونه تر لاسه کړي تر څو طالبانو ته د مالیې اخیستلو او خیالي ښوونکو زمینه برابره شي.

خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد بیا دا خبره رد کړې، چې ګڼې دوی ښوونکي او د پوهنې کارکوونکي برمته کړي او زیاته کړې ده، چې طالبانو هېڅ یو ښوونکی نه دی نیولی.

د پوهنې وزارت چارواکي تاییدوي، چې طالبانو په غزني کې ښوونکي او د پوهنې کارکوونکي برمته کړي و، خو په وینا یې هغوی یې نن بېرته خوشي کړي دي.

د پوهنې وزارت ویاندې نوریې نزهت جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې طالبانو ښوونکي برمته کړي وو، خو نن چهارشنبې د لړم ۲ مه یې بېرته خوشي کړي دي.

په ورته وخت کې د غزني د پوهنې ریس محب الله انصاري ویلي، چې وسله والو طالبانو د ګيرو ولسوالۍ ښوونکي او د پوهنې مديريت کارکوونکي بېرته را خوشې خو شپږ تنه ښوونکي لا هم ورسره دي.
د يادونې وړ ده چې درې ورځې وړاندې وسله والو طالبانو د ګيرو ولسوالۍ ١٢٥ ښوونکي او د پوهنې مديريت کارکوونکي له ځانه سره بيولي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي