۰
د ولسي جرګې یو غړي:

ځینې کړۍ هڅه کوي د جنرال رازق د ترور مسله پټه او وپوښي

چهارشنبه ۲ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۴۲
په ولسي جرګه کې د کندهار ولایت استازی عبدالرحیم ایوبي وايي، ځینې کړۍ هڅه کوي د جنرال عبدالرازق د ترور موضوع ونه څېړل شي او همداسې د ولس له سترګو پټه پاتې شي.
ځینې کړۍ هڅه کوي د جنرال رازق د ترور مسله پټه او وپوښي
په ولسي جرګه کې د کندهار ولایت استازی عبدالرحیم ایوبي وايي، ځینې کړۍ هڅه کوي د جنرال عبدالرازق د ترور موضوع ونه څېړل شي او همداسې د ولس له سترګو پټه پاتې شي.

ایوبي له جمهور خبري آژانس سره په تلېفوني خبرو کې د جنرال رازق ترور یوه لویه او خطرناکه دسیسه وبلله او زیاته یې کړه، چې حکومتي چارواکي غواړي په دې اړه له مسوولیت څخه تېښته وکړي.

نوموړی چې د ده په وینا خپله هم د دغه پېښې پر څېړلو بوخت دی و ویل، چې ځینې کړۍ په ځانګړې توګه حکومت هڅه کوي، دغه موضوع ونه څېړل شي او د ولس له سترګو همداسې ګونګه او پټه پاتې شي.

د ولسي جرګې دغه غړی وايي، په دې پېښه کې قوي کورني او بهرني لاسونه وو او ټینګار کوي، چې له کورنیو لاسونو او همکارۍ پرته دا کار هېڅ امکان نه درلود.

هغه د جنرال رازق د ترور په اړه د اعلامیو خپرول، یا د حکومتي چارواکو له خوا طالبانو او پاکستان ته ګوته نیول له مسوولیت د چارواکو تېښته وبلله او ټینګار یې وکړ، چې حکومتي چارواکي باید په دې اړه ولس ته کره اسناد او لاسوندونه وړاندې کړي.

د جنرال رازق د ترور په اړه شکونه او نیوکو وروسته له هغې زور واخیست، چې په دغه پېښه کې د کندهار والي توریالي ویسا ټپي او د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان ترې روغ ووت.

برید د کندهار والي زلمي ویسا د یوه ساتونکي له خوا چې نېږدې یوه نیمه میاشت وړاندې په دنده ګمارل شوی و تر سره شو، خو مسوولیت یې وسله والو طالبانو پر غاړه واخیست او برید کوونکی یې خپل نفوذي کس وباله.

د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل هم په یوه لیکنه کې ویلي، چې د دغه پېښې په اړه باید د کندهار والي زلمی ویسا د ولس پوښتنو ته ځواب و وايي.

نبیل ویلي والي ځکه باید خلکو ته ځواب و وايي، چې څنګه یو ۱۷ کلن هلک چې تازه د ده د ساتونکي په توګه په دنده ګمارل شوی د والي زړه ته دومره نېږدې شوی، چې مهمو غونډو ته یې ورسره بیايي او خپل کلکوف ورکوي.

ځينې داسې ګنګوسې او آوازې هم دی، چې ګنې جنرال عبدالرازق د بهرنیو ځواکونو له خوا وژل شوی دی، خو د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله دا آوازې رد کړې او ویې ویل، چې بهرني ځواکونه په دغه کار کې لاس نه لري.

عبدالله د تېرې دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا غونډه کې و ویل، چې دغه ډول آوازې خورول د طالبانو د هغوی د ملاتړ او هغه کسانو کار دی، چې غواړي د دښمن پر ژرند اوبه ورخوشې کړي.

د دغه پېښې په اړه وروستی معلومات او راپورونه دا دي، چې پر جنرال عبدالرازق برید په پاکستان کې پلان شوی وو.

د ملي امنیت پخواني رییس نبیل ویلي، چې برید د الحمزه ځانمرګو بریدونو روزنیز مرکز کې روزل شوي بریدګر د تاج میر او ملا شرین پر مټ د پاکستان د څارګرې ادارې آی اېس آی په همکارۍ تر سره شوی دی.

د افغانستان د ملي امنیت رییس محمد معصوم ستانکزي هم په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې بریدګر له بریده پنځه دقیقې وړاندې دوه نیمې دقیقې له ډېورنډ فرضي کرښې پورې غاړې کسانو سره خبرې کړې، خو په دې اړه یې نور جزیات ورنکړل.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني، چې پرون د جنرال رازق د فاتحې او د هغه د کورنۍ سره د غم شریکۍ په موخه کندهار ته تللی وو، په منډیګک ماڼۍ کې د یوې خبري غونډې پر مهال و ویل، چې دغه برید په پاکستان کې پلان شوی او پاکستان باید د جنرال رازق او جنرال مومن قاتلین ونیسي او افغان حکومت ته یې وسپاري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي