د اوباما او هېلري کلنټن کورونو ته چاودېدونکي توکي ورلېږل شوي

3 عقرب 1397 ساعت 10:14

د امریکا استخباراتي چارواکو ویلي، د پخواني ولسمشر بارک اوباما او د بهرنیو چارو د پخوانی وزیرې هېلري کلنټن کورونو ته چاودېدونکي توکي وراستول شوي دي.


د امریکا استخباراتي چارواکو ویلي، د پخواني ولسمشر بارک اوباما او د بهرنیو چارو د پخوانی وزیرې هېلري کلنټن کورونو ته چاودېدونکي توکي وراستول شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې راپور وايي، دا یو ډول الې دي، چې د ځینو کارپوهانو په وینا دا الې په اصل کې پایپي بمونه دي.

په باروتو سمبال دا الې د هغو تخنیکي کسانو لاس ته ورغلې چې د پخواني ولسمشر کور ته ورتلونکي پوستي پارسلونه تلاشي کوي.

بلخوا د نیویارک والي، انډریو کومو هم تایید کړې، چې یوه چاودېدونکې اله په منهاټن سیمه کې د هغه دفتر ته هم ور استول شوې.

دغه راز د سي ای اې پخواني مشر جان برېنن هم ورته یوه اله د پوست له لارې ترلاسه کړې او په نیویارک کې د ټایم وارنر ودانۍ ته هم یوه مشکوکه اله ورلېږل شوې ده.

په ټایم وارنر ودانۍ کې د سي اېن اېن خبري شبکې مرکز هم دی، او پرون د امنیتي کسانو لخوا اړ ایستل شوه چې خپله ټوله امله له دفتره بهر وباسي.

د نیویارک د پولیسو مشر ویلي، د دې لپاره چې دا ډول چاودېدونکي توکي نورو پتو ته ونه لېږل شي، دوی اړین احتیاطي تدابیر نیولي دي.

په ورته وخت کې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، چې د پخوانيو حکومتي چارواکو امنیت د ده لپاره لومړیتوب لري.

ټرمپ د چارشنبې ماسپښین خبریالانو ته و ویل،  اېف بي ای او اسختباراتي ادارې د دغو مشکوکو پارسلونو او الو پلټنه کوي، او د دې ټولې قضیې په اړه په فدرالي کچه پلټڼې پیل شوې دي.

ولسمشر ټرمپ ټینګار وکړ چې په دې قضیه کې ښکېل کسان به نیسي، محاکمه کوي به یې او پر امریکایي ولس یې غږ وکړ چې، د ده په وینا، په دې سخته شېبه کې یو موټی و اوسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 109578

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/109578/

جمهور
  https://www.jomhornews.com