۰
ډاکترعبدالله:

د جنرال رازق وژنه پر افغانستان تېری وو، قاتل او دښمن معلوم دی

پنجشنبه ۳ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۲۰
د افغان حکومت اجرائیه رییس چې د یوه پلاوي په مشرۍ د کندهار د امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق د فاتحې او د هغه له کورنۍ سره د غم شریکې په موخه کندهار ته تللی وايي، د جنرال رازق وژنه د افغانستان پر حریم تېری وو.
د جنرال رازق وژنه پر افغانستان تېری وو، قاتل او دښمن معلوم دی
د افغان حکومت اجرائیه رییس چې د یوه پلاوي په مشرۍ د کندهار د امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق د فاتحې او د هغه له کورنۍ سره د غم شریکې په موخه کندهار ته تللی وايي، د جنرال رازق وژنه د افغانستان پر حریم تېری وو.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغان حکومت اجرائیه رییس له خپل لومړي مرستیال محمد محقق، د ملي امنیت مرستیال ادیب فیهم ، یو شمېر وزیرانو، د پنجشېر د جهادي مشرانو او یو شمېر نورو سیاسیونو سره یو ځای نن پنشنبې د لړم درېمه د جنرال عبدالرازق د فاتحې له پاره کندهار ته تللی دی.

ښاغلي عبدالله د جنرال رازق قبر ته د دعا او د هغه کورنۍ سره تر غم شریکې وروسته د کندهار مخورو او چاروکو سره په یوه غونډه کې و ویل، چې پر جنرال رازق برید او د هغه وژل کېدو په حقیقت کې د افغانستان پر حریم تېری دی.

نوموړي زیاته کړه، چې د جنرال رازق قاتلین او د افغانستان دښمنان معلوم دي او دا اوس ټولې نړۍ ته ثابته ده، چې دغه قاتلین او افغان دښمنان چېرته، په کوم ځای کې اوسېږدي او څوک یې ملاتړ کوي.

که څه هم ښاغلي عبدالله د کوم چا یا کوم هېواد نوم په څرګنده یاد نه کړ، خو اشاره یې پاکستان ته وه، ځکه د برید مسوولیت طالبانو پر غاړه واخیست او د ده په وینا طالبان په پاکستان کې اوسېږي.

ښاغلي عبدالله ټینګار وکړ، چې د جنرال عبدالرازق او جنرال مومن حسین خیل د ترور قضیه په جدي توګه د حکومت له خوا تر څېړنې لاندې ته او دېر ژر به یې ولس ته پایلې و وايي.

افغان اجرائیه رییس و ویل، چې د جنرال عبدالرازق له شهادت څخه د افغانستان د دښمن موخه یوازې د هغه له منځه وړل نه و، بلکې موخه یې د افغانستان د ټاکنو ګډوډل او په ټول کې دا وه، چې دا د افغان د خاورې د دفاع د اتل په لمنځه وړلو سره افغانستان کې ګډوډي جوړه کړي او د نړیوالو سره یې اړیکې خرابې کړي.

خو په وینا یې د جنرال رازق په وژل کېدو سره د دښمن دغه پلان چې قومي توپیرونو ته لمن و وهي نه یوازې چې بریالي نه شول، بلکې ولیدل شول، چې د جنرال رازق پر مړینه، له بدخشان تر هرات او له ننګرهار تر بامیانو ټول ولسونه دردمن او یو موتی شول.

هغه و وژل چې د جنرال عبدالرازق تر وژلو وروسته د افغانستان دښمنان اوس د شایعاتو او اوازو په خپرولو سره هڅه کوي، چې د افغانستان او نړیوالو اړیکې خرابې او دغه راز اصلي دښمن چې همدی دي، له خلکو ورک کړي.

خو په وینا یې افغان ولس اوس بیدار دی او په خپل ټول توان سره به د دغه پېښې، ورته نورو پېښو او دغه راز د افغانستان د بربادۍ اصلي دښمن ترې ورک نه شي.

افغان اجرائیه رییس په خپلو خبرو کې دا هم و ویل، چې دا مهال د خپلواکۍ د اتل شهید جنرال عبدالرازق دنده او فکر د هغه ورور تادین خان پر مخ وړي او د کندهار له ولسونو یې وغوښتل، چې په کلکه یې ملاتړ وکړي.

باید و ویل شي، چې د جنرال عبدالرازق فاتحې ته تر دې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني، پخوانی ولسمشر حامد کرزی، د ملي امنیت شورا پخوانی سلاکار محمد حنیف اتمر او یو شمېر نور لوړپوړي چارواکي، جهادي او سیاسي مشران ورغلي وو.

ولسمشر په کندهار کې یوې خبري غونډه کې و ویل، چې د جنرال رازق د وژنې پلان پاکستان کې طرحه شوی او پاکستان باید د دغه قاتلین ونیسي او افغان حکومت ته یې وسپاري.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 
 
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي