۰
تادامیچي یا ممتو:

د افغانستان سوله د جینوا کنفرانس لومړیتوب دی

پنجشنبه ۳ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۴۰
د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی تادامیچي یاماموتو وايي، د افغانستان د سولې پروسه د جینوا د کنفرانس لومړیتوب دی.
د افغانستان سوله د جینوا کنفرانس لومړیتوب دی
د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی تادامیچي یاماموتو وايي، د افغانستان د سولې پروسه د جینوا د کنفرانس لومړیتوب دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي یاماموتو دغه څرګندونې د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب سره په لیدنه کې کړې دي.

د ملي امنیت شورا له دفتره خپره شوې خبرپاڼه وايي، ښاغلي محب پرون چهارشنبې ماښام د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي له ځانګړي استازي تدامیچي یاماماتو سره ولیدل.

سرچینه زیاتوي، چې دواړو لورو په دې لیدنه کې د افغان سولې پر پروسې، د جینوا کنفرانس او دغه راز د افغانستان د ولسي جرګې د ترسره شویو ټاکنو په اړه بحثونه وکړل.

خبرپاڼه وايي، تادمیچي یاماموتو په خپلو خبرو کې و ویل، چې د افغان سولې بهیر او له هغه څخه ملاتړ د جینوا کنفرانس له لومړیتوبونو دی.
 
د افغانستان د ملي امنيت سلاکار په دې لیدنه کې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د ملګرو ملتونو له دوامداره مرستو مننه وکړه او د افغانانو په مشرۍ يې د سولې له بهیر پر ملاتړ ټينګار وکړ.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي