۰

په کندهار کې د ولسي جرګې له پاره ټاکنې پیل شوې

شنبی ۵ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۰۷:۳۳
کندهار ولایت کې د ولسي جرګې له پاره ټاکنې چې د دغه ولایت د امنیه قوماندان تر وژل کېدو وروسته وځندول شوې، پیل شوې دي.
په کندهار کې د ولسي جرګې له پاره ټاکنې پیل شوې
کندهار ولایت کې د ولسي جرګې له پاره ټاکنې چې د دغه ولایت د امنیه قوماندان تر وژل کېدو وروسته وځندول شوې، پیل شوې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نن شنبې د لړم پنځمه سهار ۷:۰۰ په کندهار ولایت د ټاکنو مرکزونه او محلونه پرانستل شوي.

د ټاکنو کمېسیون د معلوماتو له په دغه ولایت کې تر۵ سوه زره زیاتو کسانو چې ۷۰ زره یوازې په کې مېرمنې نوم لیکنه کړې او نن به یې ګڼ شمېر خپله رایه وکاروي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رییس ګلاجان عبدالبدیع صیاد هم دغه ولایت ته تللی او پرون یې په یوه خبري غونډه کې و ویل، چې د دغه ولایت په معروف او نېش ولسوالۍ کې نوم لیکنه نه ده شوې نو ځکه به ټاکنې هم په کې ونیشي.

خو له دې پرته به د کندهار په ټولو ولسوالیو کې د ټاکنو ۱۷۰ مرکزونه د رایه ورکوونکو پر مخ پرانستی وي او یوازې ۱۷ هغه به یې د امنیتي ګواښونو له امله تړلي وي.

ښاغلي صیاد دا هم و ویل، چې په دې ولایت کې به د نورو ولایتونو د ټاکنو تېروتنې نه تکرارېزږي او ټاکنې به په منظم ډول تر سره شي.

په ورته وخت کې سهار ان تر ۷ بجې وړاندې په کندهار ښار ډلې ډلې خلک د رایې ورکولو د مرکزونو په لور روان وو.

په ښار کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي، هېڅ ډول موټرو ته د تګ راتګ اجازه نشته، ځکه د رایه ورکوونکو د لېږد له پاره ځانګړي حکومتي موټر ګمارل شوي دي.

د کندهار د خپلواک کمېسیون چارواکي وایي، د مازیګر تر ۴ بجو پورې به د رایې مرکزونه د رایه اچوونکو پر مخ پرانستي و خو که ګڼه ګوڼه زیات شو او خلک تر ټاکي وخت وروسته هم پاتې شول نو وخت به یې نور هم اوږد کړي.

باید و ویل شي، چې کندهار ولایت کې ټاکنې تېره اوونۍ د دغه ولایت د امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق تر وژل کېدو وروسته د کندهار د خلکو او کمېسیون په غوښتنه وځنډول شوې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي