۰

امنیتي ځواکونو د حزب اسلامي یو مرکزي غړی نیولی دی

شنبی ۵ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۰۷:۵۲
راپورنه وایي، افغان امنیتي ځواکونو د حزب اسلامي ګوند مرکزي غړی او د کوچیانو رییس حاجي دوا جان نیولي دی.
امنیتي ځواکونو د حزب اسلامي یو مرکزي غړی نیولی دی
راپورنه وایي، افغان امنیتي ځواکونو د حزب اسلامي ګوند مرکزي غړی او د کوچیانو رییس حاجي دوا جان نیولي دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د حزب اسلامي سرچینو ویلي، حاجي دوا جان په کار ښار کې د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی دی.

د حزب اسلامي د مطبوعاتي دفتر یو تن غړي فضل غني حقمل هم د حاجي دوا جان نیول کېدو پخلی کړی خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

ویل کېږي، چې حاجي دوا جان څلور ورځې وړاندې د کابل د بګرامیو سیمې د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی دی.

دا چې نوموړی ولې نیول شوی تر اوسه یې په اړه جزیات نه دي خپاره شوي او نه هم امنیتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه ویلي دي.

ویل کېږي، چې حاجي دوا جان د سولې په پروسه کې هم مهمه ونډه درلوده او د پګواش لخوا په ترکيه، قطر او نورو هېوادونو کې د سولې په غونډو او ناستو کې د حزب اسلامي په استازيتوب ګډون کړى دى، خو کورنۍ یې لا هم په پېښور کې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي