۰

د افغانستان او هند ترمنځ سوداګري ٤٣ سلنه ډېره شوې ده

شنبی ۵ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۱۹
د افغانستان او هند د سوداګرۍ وزارتونه وايي، چې د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ کچه کې ٤٣ سلنه زياتوالى راغلى دى.
د افغانستان او هند ترمنځ سوداګري ٤٣ سلنه ډېره شوې ده
د افغانستان او هند د سوداګرۍ وزارتونه وايي، چې د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ کچه کې ٤٣ سلنه زياتوالى راغلى دى.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د هند د سوداګرۍ مرستیال وزیر ډاکتر انوپ وداوان پرون جمعه د لړم ۴ مه کابل کې د افغانستان د سوداګرۍ وزارت سره په یوه غونده کې وکړې.

په دغه غونده کې د افغانستان او هند د سوداګرۍ وزارتونو چارواکو د دوه اړخیزه سوداګرۍ اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې.

دا د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ او پانګونې په درېيمه کلنۍ غونډه وه چې په کابل کې تر سره کېږي او د چارواکو په وینا له دې غونډو یې موخه سودا ګرۍ ته وده ورکول دي.

د هند د سوداګرۍ وزارت مرستيال ډاکتر انوپ وداوان وويل، چې له افغان چارواکو سره يې د سوداګرۍ پر پراختيا ګټورې خبرې کړې دي.

د هغه په وینا تېر کال د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه ٤٣ سلنه زياته شوې او د سوداګریزه اړیکو د لا پراختیا له پاره هلې ځلې روانې دي.

 ډاکټر انوپ ژمنه وکړه، چې هېواد به يې د سوداګرۍ او پانګونې په بېلا بېلو برخو کې له افغان حکومت سره مرستو ته دوام ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي