مسکو کې داعشیان نیول شوي دي

5 عقرب 1397 ساعت 10:52

د روسې د امنیت فدرال سازمان پلازمېنه مسکو کې د شپږ داعشیانو د نیولو کېدو خبر ورکړی، چې له هر ډول بریدونو وړاندې نیول شوي ډي.


د روسې د امنیت فدرال سازمان پلازمېنه مسکو کې د شپږ داعشیانو د نیولو کېدو خبر ورکړی، چې له هر ډول بریدونو وړاندې نیول شوي ډي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې (اف، اس، ب) یا د روسیې د امنیت سازمان ویلي، چې دغه داعش ترهګر په مرکز مسکو کې نیول شوي دي.

سرچینه وايي، نیول شوي داعشیان د مرکزي آسیا اوسېدونکي دي او سوریه کې د داعش ډلګۍ له خوا ورته لارښوونه شوې، چې د وسلو او بمونو څخه په ګټې اخیستنې سره په مسکو کې خونړي بریدونه وکړي.

خو زیاتوي، چې امنیتي ځواکونو دغه شپږ تنه داعشیان له هر ډول برید وړاندې د خپل استوګنې په ځای کې نیول شوي دي.

د دغه سازمان له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دې داعشیانو له کور وسلې، پوځي او ارتباتي وسایل او د دوی په لاس جوړ شوی بم هم ترې نیول شوي دي.

روسیه داعش ډله د خپل هېواد پر وړاندې ستر ګواښ بولي همدا دي، چې له تېرو دوه کلونو راهیسې د هغوی په اړه امنیتي تدابیر زیات کړي او ګڼ شمېر داعشیان یې نیولي او وژلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 109619

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/109619/

جمهور
  https://www.jomhornews.com