۰

د امریکا په یوه کلیسا کې وسله وال بریدګر ۱۱ تنه وژلي دي

یکشنبه ۶ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۰۷:۱۱
د امریکا د پنسلوانیا ایالت په پیتزبوګ ښار کې یوه وسله وال کس په کلیسا کې پر یهودي عبادت کوونکو برید کړی او ۱۱ تنه یې وژلي دي.
د امریکا په یوه کلیسا کې وسله وال بریدګر ۱۱ تنه وژلي دي
د امریکا د پنسلوانیا ایالت په پیتزبوګ ښار کې یوه وسله وال کس په کلیسا کې پر یهودي عبادت کوونکو برید کړی او ۱۱ تنه یې وژلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون شنبې د لړم ۵ مه هغه مهال رامنځ ته شوه چې یو تن وسله وال کس د پیتزبورګ ښار ته نېږدې د اسکوئریل هیل سیمه کې د تری آو لایف کلیسا ته د ننه شو او پر یهودي عبادت کوونکو یې ناتار ډزې وکړې.

امریکايي پولیس وايي، برید کوونکی ۴۶ کلن سپین پوستۍ رابرټ باوئرز نوموږي، چې کومه پخوانی دوسیه نه لري او په برید کې یې ۱۱ تنه وژل شوي دي.

د امریکا ولسمشر ټرمپ دغه یو شریرانه برید بللی او د وسلې ګرځولو قانون ته په اشارې یې ویلي، که د کلیسا ساتونکی وسلې درلودای اوس به دا پېښه بل ډول وه.

ایف بي آی پولیسو ویلي دوی دغه پېښه د نفرت نه راپورته شوي جرم تر نامه لاندې پلټي.

تر برید وروسته بریدګر د کلیسا په یوه کوټه کې سنګر نیولی، خو وروسته د پولیسو له خوا نیول شوی او دا مهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

د پیتزبورګ د عمومي امنیت مدیر ونډل هیسریچ ویلي، په دغه برید کې ۶ تنه نور ټپیان شوي هم دي، چې څلور تنه یې پولیس افسران دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي