ایران کې دا مهال کابو پنځه زره افغانان په زندانونو کې دي، چې د ایراني چارواکو په وینا ډېری یې د نشه يي توکو د کاروبار په تور نیول شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په همدې تړاو د افغانستان او ایران د عدلیې وزیرانو عبدالصبور انور او علي رضا تر منځ خبرې شوې دي.
د ایران عدلیې وزیر علي رضا ویلي، دمګړۍ نېږدې پنځه زره افغانان د ایران په زندانونو کې دي، چې ډېری یې د نشه يي توکو د کاروبار په تور نیول شوي.
دغه راز هغه زیاته کړې، چې دې خوا ته بیا ۲۲ ایرانیان د بېلا بېلو جرمونو په تور د افغانستان به زندانونو کې بندیان دي.
په دغه لینه کې د دواړو هېوادونو د عدلیې وزیرانو د بندیانو پر تبادلې او په عدلیې او قضايي برخه کې د همکاریو په اړه خبرې کړې دي.
د افغانستان د عدلیې وزیر عبدالبصیر انور ویلي، چې افغان حکومت د بندیانو د تبادلې په برخه کې تړونونو ته ژمن دی او له ایران یې غوښتي چې د افغان بندیانو د بدلولو او لېږدولو په پروسه کې همکاري وکړي.
باید و ویل شي، چې په دغه لیدنه کې دواړو لورو په دې تړاو د همکارۍ یو سند هم لاسلیک کړی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل