۰
سرچینې:

ملابرادر اسلام آباد کې تر درملنې لاندې دی

یکشنبه ۶ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۰۶
طالبانو ته نېږدې سرچینې وايي، چې د دغه ډلې خوشی شوی مشر ملا عبدالغني برادر دا مهال په اسلام آباد کې تر درملنې لاندې دي.
ملابرادر اسلام آباد کې تر درملنې لاندې دی
طالبانو ته نېږدې سرچینې وايي، چې د دغه ډلې خوشی شوی مشر ملا عبدالغني برادر دا مهال په اسلام آباد کې تر درملنې لاندې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه سرچینو زیاته کړې، چې ملابرادر د شکرې په ناروغۍ اخته دی خو ډاکترانو ډاد ورکړی، چې روغتیايي حالت به یې ژر ښه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې وړاندې ویل کېدل، ملا عبدالغني برادر د بډوډو ناورغي لري او د همدې ناروغۍ له امله کمزوری شوی دی.

بل خوا ویل کېږي ښايي افغان حکومت به د دې اوونۍ په اوږدو کې له پاکستانه وغواړي، چې ملا برادر افغان حکومت ته وسپاري.

خو ویل کېږي وسله وال طالبان غواړي ملا برادر قطر ته ولېږدول شي.

په راپورونو کې راغلي، چې ملا برادر د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن ثانيپه غوښتنه، چې په دې وروستیو کې د یوه پلاوی په مشرۍ پاکستان ته تللی و خوشی شوی دی.

خو یوه پخواني طالب چارواکي سیدآکبر آغا بیا ویلي دقیق معلومات لري، چې ملا برادر د افغان سولې له پاره د امریکا د ځانګړي استازي په هلو ځلو او غوښتنه خوشی شوی دی.

د ملا برادر تر څنګ د طالبانو د جلا شوې ډلې د مشر ملا محمد رسول او ملا عبدالصمد ثاني د خوشي کېدو راپورنه هم ورکړل شوي و، خو وروسته د ملا رسول ډلې په یوه خبرپاڼه کې و ویل، چې د وی مشر لا نه دی خوشي شوی خو تمه ده، چې ډېر ژر خوشی شي.

طالبانو هم ویلي، دا اټکل دی، چې امریکا د دې ډلې یو شمېر نور بندیان هم خوشي کړي او د سولې روانې خبرې بریالیتوب ته نږدې شي.

جمهورخبری آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي