۰

د پاکستان سترې محکمې پر هندي تلوېزیوني چینلونو بندیز لګولی

یکشنبه ۶ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۳۶
د پاکستان سترې محکمې په دغه هېواد کې د هندي تلوېزیوني چینلونو پر کتلو بندیز لګولی او ویلي یې دي له دې وروسته هېڅ پاکستاني نه شي کولای دغه چینلونه وګوري.
د پاکستان سترې محکمې پر هندي تلوېزیوني چینلونو بندیز لګولی
د پاکستان سترې محکمې په دغه هېواد کې د هندي تلوېزیوني چینلونو پر کتلو بندیز لګولی او ویلي یې دي له دې وروسته هېڅ پاکستاني نه شي کولای دغه چینلونه وګوري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه راز یادې محکمې په پاکستاني سینماوو کې د هند پر تولید شویو فلمونو هم بندیزلګولی او زیاته کړې یې ده، چې هېڅ سینما نه شي کولای هندي فلمونه نندارې ته وړاندې کړي.

د پاکستان د سترې محکمې په پرېکړه کې ویل شوي، هند له همدې درکه هرکال میلیونونه ډالر ګټه کوي نو پاکستان پرېکړه کړې چې له دې وروسته پر هندي چینلونو بندیز نور هم سخت کړي.

محکمه وايي، دا کار یې ځکه کړی چې هند تل پاکستان ته د اوبو په ورتګ کې ستونزې جوړوي او یاد هېواد ته پر تلونکو اوبو یې بندونه او کانلانونه جوړ کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په خپلو خبرو کې ویلي و، چې هېواد یې هڅه کوي له هند او نورو ګاونډیو هېوادونو سره اړیکې ښې او پراخه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي