لغمان کې د برېښنا شرکت تښتول شوي کارکوونکي خوشي شوي دي

6 عقرب 1397 ساعت 12:24

سیمه ییز چارواکي وايي، لغمان ولایت کې د وسله والو طالبانو له لوري د برېښنا شرکت برمته شوي کارکوونکي خوشي شوي دي.


سیمه ییز چارواکي وايي، لغمان ولایت کې د وسله والو طالبانو له لوري د برېښنا شرکت برمته شوي کارکوونکي خوشي شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د برېښنا شرکت ۱۳ تنه کارکوونکي دوه اوونۍ وړاندې د لغمان په بادپښ ولسوالۍ کې نیول شوي وو.

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزی وايي، د برېښنا شرکت دغه ۱۳ تنه فني او تخنیکي کارکوونکي بادپښ ولسوالۍ کې د برېښنا د پرې شوي مزي نښلولو ته ورغلي و، خو طالبانو برمته کړل.

نوموړي زیاته کړې، چې دغه کارکوونکي د قومي مشرانو او مخورو په هلو ځلو پرون ماښام (د لړم ۵مه) خوشي شول.

به ورته وخت کې د ننګرهار د والي ویاند هم د دې خبر پخلی کړی او ویلي یې دي، چې هېڅې روانې دي ځايي وسله وال د برېښنا مزو تړلو ته هم اجازه ورکړي.

باید و ویل شي، چې د همدې برېښنايي مزو د شلېدو له امله د تېرو ۲۰ ورځو راهیسې په ننګرهار او لغمان کې برېښنا نشته.

جمهورخبري آژانس:لغمان
 
 


د مطلب کود: 109661

دمطلب پته: http://jomhornews.com/ps/news/109661/

جمهور
  http://jomhornews.com