۰
د افغانستان مشرانو جرګه:

امریکا څه، هېچا ته اجازه نه ورکوو د ډېورنډ کرښې په اړه تصمیم ونیسي

یکشنبه ۶ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۲۸
د افغانستان مشرانو جرګې د امریکایي سناتور په هغه څرګندونو توغند غبرګون وښوده، چې ویلي یې دي له افغانستان سره د امریکا مرستې باید د دغه هېواد له خوا د ډېورنډ کرښې په رسمیت پېژندلو پورې وتړل شي.
امریکا څه، هېچا ته اجازه نه ورکوو د ډېورنډ کرښې په اړه تصمیم ونیسي
د افغانستان مشرانو جرګې د امریکایي سناتور په هغه څرګندونو توغند غبرګون وښوده، چې ویلي یې دي له افغانستان سره د امریکا مرستې باید د دغه هېواد له خوا د ډېورنډ کرښې په رسمیت پېژندلو پورې وتړل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا د کانګرېس د دیموکرات ګوند یوه غړي براډ شرمن له سپینې ماڼۍ غوښتي، چې د ډېورنډ کرښې د منلو له پاره پر افغانستان فشار راوړي.

دغه امریکايي سناتور د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو سره کتنه کې ویلي، چې ډېورنډ کرښه د افغانستان، پاکستان او هند له پاره پر یوې ستونزې بدله شوې ده.

نوموړي ویلي که څه هم د ډېورنډ کرښې په رسمیت پېژندل به د افغانستان له پاره خورا سخت وي، خو تر څو چې امریکا دا اختلافي مسله حل کړې نه وي، افغانستان کې به سوله رانشي.

براډ شرمن زیاته کړې، چې د دغه موضوع د حل له پاره ښه لار دا ده، چې امریکا له افغانستان سره خپلې مرستې د ډېورنډ کرښې له رسمیت پېژندلو سره وتړلي.

د دغه امریکايي سناتور څرګندونو د افغانستان د مشرانو جرګې او په ټول کې د افغان ولس سخت غبرګون راپارولی او دا یې د افغانستان په کورنیو چارو کې ښکاره لاس وهنه بللې ده.

د مشرانو جرګې رییس فضل الهادي مسلم یار د جرګې د نن یکشنبې لړم ۶ مې په غونده کې و ویل، چې د ډېورنډ په اړه د امریکايي چارواکو څرګندونې د افغانستان په کورنیو چارو کې ښکاره لاسوهنه ده.

ښاغلي مسلم یار و ویل، چې افغانان نه یوازې امریکا بلکې هېچا ته اجازه نه ورکوي، چې د ډېورنډ د کرښې په اړه تصمیم ونیسي او یا کومه پرېکړه پرې ومني.

د مشرانو جرګې رییس خبردارۍ ورکړ، چې د ډېورنډ په موضوع کې د امریکا ښکېلتیا او مداخله به په افغانستان کې د دغه هېواد د شتون په اړه جدي خنډونه رامنځ ته کړي.

ښاغلي مسلم یار د امریکا له دولته وغوښتل، چې د دغه امریکايي سناتور غوښتنې او څرګندونو ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړي.

په مشرانو جرګه کې د زابل د خلکو استازي زلمي زابلي هم ورته څرګندونې وکړې او ویې ویل، چې د ډېورنډ کرښې موضوع یوازې په افغانانو پورې اړه لري او د تاریخ په اوږدو کې هېڅ افغان دولت هم نه دی توانېدلی، چې دغه کرښه په رسمیت وپېژني.

نوموړي تینګار وګړ، چې د ډېورنډ په اړه د امریکايي چارواکو هر ډول څرګندونې د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله ده، چې هېڅ افغان ته د منلو نه ده او امریکايي چارواکي باید له ورته څرګندونو ډډه وکړي.

د مشرانو جرګې غړو دغه راز له افغان حکومت څخه جدي غوښتنه وکړه، چې د دې امریکايي سناتور څرګندونو ته کلک ځواب ورکړي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي