غزني کې ماین چاودنې پنځو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

7 عقرب 1397 ساعت 7:41

په سویل ختیځ زون کې د پوځ چارواکي وايي، غزني ولایت کې د سړک د غاړې ماین چاودنه کې پنځو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


په سویل ختیځ زون کې د پوځ چارواکي وايي، غزني ولایت کې د سړک د غاړې ماین چاودنه کې پنځو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې چاودنه پرون یکشنبې د لړم ۶ مه د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ په چهاردهي سیمه کې رامنځ ته شوې.

په ختیځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د ولسي وګړو سراچه موټر په یاده سیمه کې د سړک د غاړې په ماین ختلی دی.

سرچینه زیاتوي، چې په دې چاودنه کې دوه ملکیان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

۲۰۱ سېلاب قول اردو وايي، ماین وسله والو طابانو پر ځای کړی و، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:غزني
 


د مطلب کود: 109683

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/109683/

جمهور
  https://www.jomhornews.com