۰

د ټاکنو کمېسیون مخې ته ځانمرګي برید کې د کمېسیون دوه کارکوونکي وژل شوي

دوشنبه ۷ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۰۷:۵۱
د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکي وايي، د دغه کمېسیون مخې ته په شوي ځانمرګي برید کې د دوی دوه کارکوونکي وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.
د ټاکنو کمېسیون مخې ته ځانمرګي برید کې د کمېسیون دوه کارکوونکي وژل شوي
د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکي وايي، د دغه کمېسیون مخې ته په شوي ځانمرګي برید کې د دوی دوه کارکوونکي وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

خو کورنیو چارو وزرات ویلي یو ځانمرګی برید کوونکی، چې غوښتل یې د ټاکنو کمېسیون د کارکوونکو پر موټر برید وکړي، له بریده وړاندې د پولیسو له خوا پېژندل شوی او وژل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه پېښه نن دوشنبې د لړم ۷ مه د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د ټاکنو کمېسیون دروازې ته څېرمه رامنځ ته شوې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، ځانمرګي برید کوونکي غوښتل، د ټاکنو کمېسیون د کارکوونکو په موټر چاودنه وکړي، خو پولیسو هدف ته تر رسېدو وړاندې پېژندلی او وژلی یې دي.

د کورنیو چارو وزارت زیاتوي، چې د ځانمرګي د چاوېدونکو توکو په چاودنه کې دوه ملي پولیس او څلور ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

خبرپاڼه وايي، د پېښې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ دی.

په ورته وخت کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح الله سادات وايي، په دغه ځانمرګي برید کې د کمېسیون دوه کارکوونکي وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

تر اوسه د دغه برید مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي