د اندونیزیا یوه مسافر وړونکي الوتکه لوېدلې ده

7 عقرب 1397 ساعت 9:13

راپورنه وايي، د اندونیزیا یوه مسافر وړونکې الوتکه د پورته کېدو پر مهال لوېدلې، چې ښايي مرګ ژوبله هم ولري.


راپورنه وايي، د اندونیزیا یوه مسافر وړونکې الوتکه د پورته کېدو پر مهال لوېدلې، چې ښايي مرګ ژوبله هم ولري.

د جمهور آزانس د خبر له مخې اندونیزیايي چارواکو ویلي، دغه ۷۳۷ ډوله بوینګ الوتکه نن دوشنبې د لړم ۷ مه د اندونیزیا په سوماترا ټاپو کې غورځېدلې ده.

د چارواکو په وینا په دې الوتکه کې د عملې په ګډون ۱۸۸ تنه سپاره و او وېره ده، چې ټول سپاره کسان به په کې وژل شوي وي.

د اندونیزیا د ژغورنې ملي ادارې هم د دې مسافر وړونکې الوتکې د لوېدو پخلی کړی، خو دا چې د کومې ستونزې له امله او مرګ ژوبله په کې رامنځ ته شوې څه نه دي ويل شوي.

باید و ویل شي، چې دغه الوتکه له پلازمېنې چاکارتا نه پانګکل پینانګ ښار ته روانه وه، چې د سوماترا په ټاپو کې ولوېده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 109690

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/109690/

جمهور
  https://www.jomhornews.com