د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ متحده عربي اماراتو ته تللی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي عبدالله او وروسره پلاوی نن دوشنبې د لړم ۷ مه متحده عربي اماراتو ته ولاړ.
د اجرایيه رياست مرستيال وياند فريدون خوځون وايي، اماراتو ته د عبدالله سفر موخه د مخابراتو نړيوال کنفرانس کې ګډون کول دي.
نوموړي زیاته کړه، چې نوموړی به په دې غونده کې چې د ۱۹۳ هېوادونو استازي په کې ګډون کوي وینا وکړي.
باید و ویل شي، چې له عبدالله سره په دې سفر کې مخابراتو وزير او یو شمېر نور چارواکي هم ملتیا کوي.
جمهورخبري آژانس:کابل