ولسي جرګې امنیتي چارواکي ورغوښتي و خو هغوی حاضر نه شول

7 عقرب 1397 ساعت 14:21

ولسي جرګې د ملي دفاع او کورنیو چارو وزیران او د ملي امنیت لوی رییس د استازو پوښتونو ته د ځواب ویلو په موخه ورغوښتي و، خو هغوی حاضر نه شول.


ولسي جرګې د ملي دفاع او کورنیو چارو وزیران او د ملي امنیت لوی رییس د استازو پوښتونو ته د ځواب ویلو په موخه ورغوښتي و، خو هغوی حاضر نه شول.

د جمهور آژانس د خبر له مخې جرګې غوښتل، د کندهار د امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق، د ملي امنیت د رییس جنرال حسین خېل او جنرال عبدالجبار قهرمان د ترور کېدو په اړه له دغه امنیتي مشرانو نن دوشنبې د لړم ۷ مه پوښتنې ګروېږنې وکړي، خو دغه امنیتي چارواکي غوندې ته حاضر نه شول.

د ولسي جرګې غونډې ته د دغو چارواکو نه ورتګ د استازو غبرګونونه راپارول او ځینو استازو د امنیتي چارواکو دغه کړن د ولس کور ته بې احترامي وبلله.

د جرګې غړي غلام فاروق و ویل دا لومړی ځل نه دی، چې حکومتي چارواکي ولسي جرګې ته بې احترامي کوي، بلکې د قانون تر پښو لاندې کول د ملي یووالي حکومت یوه پېښه ګرځېدلې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې د ولسي جرګې د ریسانو کمېټه باید وروسته له دې د اجنډا په ټاکلو کې له دقت څخه کار واخلي او تر څو نور نوي استازي جرګې ته نه وي معرفي شوي، هېڅ حکومتي چارواکی دې نه راغواړي.

په ورته وخت کې د جرګې رییس عبدالروف ابراهمي و ویل، چې د نن اجنډا خورا مهمه وه او به همدې خاطر دغه اجنډا به د راتلونکې شنبې غونډې ته وځنډول شي.

هغه ټینګار وکړ، چې امنیتي چارواکي باید ولسي جرګې ته حاضر شي او جنرال رازق، جنرال مومن او جنرال قهرمان د ترور کېدو په اړه افغان ولس ته ځواب و وايي.

جمهورخبري آژانس: عبدالله امنیتي
 


د مطلب کود: 109705

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/109705/

جمهور
  https://www.jomhornews.com