ولسي جرګه وايي له بایومتریک پرته رایې باید باطلې اعلان شي

7 عقرب 1397 ساعت 14:47

ولسي جرګې د ټاکنیزو کمېسیونونو تر منځ شته ستونزې د اندېښنې وړ وبللې او ویې ویل چې له بایومتریک پرته رایې باید باطلې اعلان شي.


ولسي جرګې د ټاکنیزو کمېسیونونو تر منځ شته ستونزې د اندېښنې وړ وبللې او ویې ویل چې له بایومتریک پرته رایې باید باطلې اعلان شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د جرګې غړو د نن دوشنبې لړم ۷ مې په عمومي غونډه کې و ویل، چې بایومتریک په ټاکنو کې یو اصل و، چې د سیاسي ګوندونو له خوا هم منل شوی و، او همدې ته په کتو باید له بایومتریک پرته رایې باطلې اعلان شي.

د جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي په خپلو خبرو کې و ویل، تمه ده، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون له کړو ژمنو سره سم رایې وشماري تر څو د هغو پایلې ولس ته د منلو شي.

د جرګې یو شمېر نورو غړو هم له بایومتریک پرته رایو د ابطال غوښتنه کوله او دا یې د کمېسیون مخکنی ژمنه وبلله چې په ټولو مرکزونو کې به له بایو متریک سیستم څخه کار اخستل کېږي.

په ولسي جرګه کې د بامیانو استازي فکوري بهشتی و ویل د ټاکنو کمېسیون ژمنه کړې وه، چې په ټولو مرکزونو کې به له بایومتریک څخه کار اخستل کېږي خو داسې یې ونه کړل او په ځینو مرکزونو کې له دې سیستم پرته رایه ورکړل شوې ده.

دی وايي، که اوس چېرته له بایومتریک پرته رایې هم وشمارل شي او باطلې اعلان نه شي نو دا به شکار توپیر وي او په همدې برخه کې د دواړو کمېسیون سره مخامخ کېدا د اندېښنې وړ ده.

جرګې غوښتل چې د همدې ستونزې د حل له پاره یو پلاوی وټاکي، خو دا وړاندیز یې د جرګې د رییس د سخت مخالفت سره مخ شو، ځکه د هغه په وینا کمېسیون په مدیریت کې کمزوری دی او که چېرته د ولسي جرګې پښه ورښکېل شي، نو ولس به بل ډول فکر وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 109709

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/109709/

جمهور
  https://www.jomhornews.com