۰
سي پي جي:

افغانستان کې د خبریالانو قاتلان آزاد ګرځي

سی شنبه ۸ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۴۶
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په یوه تازه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د خبریالانو قاتلان نه محاکمه کېږي او آزاد ګرځي.
افغانستان کې د خبریالانو قاتلان آزاد ګرځي
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په یوه تازه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د خبریالانو قاتلان نه محاکمه کېږي او آزاد ګرځي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سي پي جي یا د خبریالانو د خوندیتوب کمېتې دغه راپور پرون دوشنبې د لړم ۷ مه خپور کړی، چې له مخې یې افغانستان بیا د نړۍ د هغو ۱۴ هېوادونو په لیکه کې راغلی چې د خبریالانو د قاتلانو د محاکمه کولو تر ټولو بدې سابقې لري.

سي پي جي د نړیوال معافیت د انډیکس په نوم د ۲۰۱۸ میلادي کال په دې راپور کې ویلي، چې په افغانستان او ۱۳ نورو هېوادونو کې د معافیت فرهنګ حاکم دی چې خبریالان په کې په منظم ډول وژل کېږي او قاتلان یې ازاد ګرځي.

په راپور کې راغلي، په تېره یوه لسیزه کې لږترلږه ۳۲۴ خبریالان په نړۍ کې وژل شوي چې په سلوکې ۸۵ دوسیو کې یې عاملان ندي محاکمه شوي.

راپور وايي، افغانستان وروسته له هغې چې په تیره اپریل میاشت کې په کابل کې په یوې ځانوژونکي حملې کې نهه خبریالان ووژل شول، بیرته په دغه لست کې شامل شوی او پنځم ځای یې نیولی دی.

د دغه راپورتنظیمونکې الیزابیت ویچیل ویلي، دې حقیقت ته په پام سره چې د هرکال په تېریدو په دغو هېوادونو کې له مجازاتو د معافیت فرهنګ جاري دی، دا مسئله ډیره د اندیښنې وړده او ښیي چې د دغې ستونزې ریښې څومره ژورې دي.

د هغې په وینا دغه معافیت د خبریالانو د غلي کولو او د یوې داسې فضا د رامنځته کولو لپاره چې معلوماتو ته لاس رسی نه وي، یوه اغیزمنه وسیله ده.

میرمن ویچل وایي، حکومتونه باید د خبریالانو د قتل او وژنو دوسیو ته لومړیتوب ورکړي او داسې یو مناسب میکانیزم رامنځ ته کړي چې د وژل شویو خبریالانو او د هغوی د کورنیو لپاره عدالت تامین شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي