ترکیې د لاجوردو لار په پرانسته کې له افغانستان سره همکارۍ کوي

8 عقرب 1397 ساعت 9:04

د ترکیې د ترانسپورټ وزیر وايي، هېواد یې چمتو دی، چې د لاجوردو لار په پرانسته کې له افغانستان سره همکاري وکړي.


د ترکیې د ترانسپورټ وزیر وايي، هېواد یې چمتو دی، چې د لاجوردو لار په پرانسته کې له افغانستان سره همکاري وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ترکي وزیر دغه ژمنه د افغانستان د ترانسپورت وزیر محمد حمید طهماسي سره په استانبول کې کړې ده.

په استانبول کې د افغانستان کونسلګرۍ پر فسبوک پاڼه خپاره شویو معالوماتو کې راغلي، چې په دې ناسته کې په ترکیه کې د افغانستان جنرال کونسل هم ګډون کړی وو.

سرچینه د ترکیې د ترانسپور وزیر له قوله ویلي، چې هېواد یې د لاجوردو لارې په پرانیستو کې د افغانستان سره همکارس ته چمتو دی.

د ترکیې د ترانسپورټ وزیر زیاته کړې، چې ترکیه به د افغانستان د ټرانسپورټ وزارت د کارکوونکو په روزنه او د عامه ترانسپورټ په برخه کې هم له افغان لوري سره مرسته وکړي.

باید و ویل شي، که چېرې د لاجوردو لار پرانستل شي، نو پر مټ به یې افغانستان له ترکیې او له هغې وروسته له اروپايي هېوادونو سره ونښلول شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 109725

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/109725/

جمهور
  https://www.jomhornews.com