۰

ډاکتر عبدالله امارتو کې له مېشتو افغان سوداګرو سره کتلي

سی شنبه ۸ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۱۱
د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله چې متحده عربي اماراتو ته د مخابراتو نړیوالو کنفرانس کې د ګډون په موخه تللی، هلته له مېشتو افغان سوداګرو سره هم کتلي دي.
ډاکتر عبدالله امارتو کې له مېشتو افغان سوداګرو سره کتلي
د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله چې متحده عربي اماراتو ته د مخابراتو نړیوالو کنفرانس کې د ګډون په موخه تللی، هلته له مېشتو افغان سوداګرو سره هم کتلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د اجرائیه ریاسته خپره شوې خبرپاڼه وايي، عبدالله پرون دوشنبې د لړم ۷ مه دوبۍ په خپل استوګنځي کې په عربي هېوادونو کې له مېشتو افغان سوداګرو سره ولیدل.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه لیدنه کې د افغانستان سوداګرو پر کار و بار او دغه راز د هغوی پر وړاندې په پرتو ستونزو خبرې وشوې.

افغان سوداګرو له عبدالله سره خبرو کې ویلي د مالیاتو د ورکړې منظم سیستم نشتوالی، د سړو خونو نشتوالی، د حکومت له لوري کمې اسانتیاوې او ځینې مالي مسئلې هغه څه دي چې افغان سوداګر یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

خبرپاڼه وايي، ښاغلي عبدالله له افغان سوداګرو سره ژمنه وکړه، چې افغان حکومت به په خپل ټول توان سره د عربي هېوادونو مېشتو افغان سوداګرو ستونزې هواروي او اسانتیاوې به ورته رامنځ ته کوي.

باید و ویل شوی، چې اجرایه رییس هلته د ګوربزو او ځینو نورو قومونو له استازو سره هم کتلي دي او پر بېلو مسایلو یې خبرې کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي