۰

تر خبرداري وروسته د پاکستان پر یوه پوځي اډه د هند برید

سی شنبه ۸ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۳۱
هند پاکستان ته خبردارۍ ورکړی و، چې په کشمیر کې پر پوله هند ته له پاکستانه د اوښتونکو وسله والو ترهګرو مخنیوی وکړي، که نه غاښ ماتونکی ځواب به ورکړي.
تر خبرداري وروسته د پاکستان پر یوه پوځي اډه د هند برید
هند پاکستان ته خبردارۍ ورکړی و، چې په کشمیر کې پر پوله هند ته له پاکستانه د اوښتونکو وسله والو ترهګرو مخنیوی وکړي، که نه غاښ ماتونکی ځواب به ورکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د هند پوځ لوی درستیز جنرال بیپن راوات دوه ورځې وړاندې پاکستان ته دغه خبردارۍ ورکړی و او ګواښ یې کړی و، که پاکستان له وسله والو ډلو ملاتړ ته دوام ورکړي او هند ته د اوښتو مخه یې ونه نیسي، نو پر وړاندې به یې سخت اقدامات وکړي.

خو داسې ښکاري، چې پاکستان د هند دغه خبرداري ته پاملرنه نه ده کړې او د دې تر څنګ یې د هندي چارواکو په وینا په جمو کشمیر کې د پونچ و جلاس په سیمه کې بمبار کړی دی.

د هند پوځ وایي، د پاکستان تر دغه بمبار وروسته دوی هم د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر په پونچ سیمه کې د پاکستان د پوځ یو مرکز په نښه کړی دی.

د هند د پوځ یوه چارواکي ویلي، دوی پر پوله د پاکستان د ډېری تېریو په اړه له صبر څخه کار اخلي، خو دا ځل د پاکستان د برید په ځواب کې د دغه هېواد د مرکزي قوماندانې په یوه مرکز د هندي پوځیانو له خوا برید شوی دی.

عیني شاهدان او له سیمې د هندي توغندیو تصویرونه ښي، چې د هند د پوځ په دغه برید کې د پاکستان ویشتل شوې پوځي اډې ته زیات زیان رسېدلی خو دا چې مرګ ژوبله به هم ولري په اړه یې جزیات نه دي خپاره شوي.

 د هند د پوخ لوی درستیز جنرال بیپن راوات وايي، له پاکستانه ځینې وسله وال د هند خاورې ته اوړې او د هند د حکومت پر وړاندې کشمیري ځوانان درېدلو ته تحریکوي.

بیپن راوات ویلي، جامو او کشمېر د هند خاوره ده او هیڅ هېواد نه شي کولی د نظامي فشار له لارې هغه د ځان برخه وګرځوي.

جنرال راوات پاکستان ته خبرداری ورکړی، که هند خاورې ته د وسله والو د اوښتو مخنیوی ونه کړي او د ترهګرو له ملاتړه لاس په سر نه شي، نو ورته نور غاښ ماتونکي ځوابونه به هم ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي