پاکستان کې افغان سفیر:

پر ډېورنډ کرښه د اغزن سیم په تېرول د پاکستان پوځ تېروتنه کوي

8 عقرب 1397 ساعت 10:52

اسلام آباد کې افغان سفیر او د ولسمشر ځانګړی استازي حضرت عمر زاخېلوال پر ډیورنډ فرضي کرښه د پاکستان د پوځ له لوري د اغزن سیم غځول لویه تېروتنه بولي.


اسلام آباد کې افغان سفیر او د ولسمشر ځانګړی استازي حضرت عمر زاخېلوال پر ډیورنډ فرضي کرښه د پاکستان د پوځ له لوري د اغزن سیم غځول لویه تېروتنه بولي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې زاخېوال ویلي، پر دغه پوله د اغزن سیم غځول د ترهګرو د تګ راتګ مخنیوی نه کوي او نه هم د دواړو هېوادونو خلکو ته ګټه رسولی شي.

نوموړي زیاته کړې، چې پاکستان دې پر خپلو سیاستونو له سره کتنه او ملکي حکومت یې دې د پاکستانیانو ژوند ښه کولو ته هر اړخیزه پاملرنه وکړي.

زاخېلوال ټينګار کړی، چې افغان حکومت له پاکستان سره خلاصې پولې غواړي او د دې پر ځای چې پر ډېورنډ فرضي کرښه اغزن تار ولګول شي، ښه به وي، چې دا سیمې همداسې آزادې پرېښودل شي.

اسلام آباد کې افغان سفیر وايي، د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان له هغه خبرو ملاتړ کوي، چې ویلي یې و  د افغانستان او پاکستان تر منځ باید پولې د اروپايي هېوادونو په څېر پرانیستې وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 109731

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/109731/

جمهور
  https://www.jomhornews.com