روسیه یو ځل بیا ویلي ناپېژانده چورلکې افغانستان ته داعش لېږدوي

8 عقرب 1397 ساعت 10:54

روسیې یو ځل بیا ویلي، چې لا هم د ناپېژانده چورلکې پر مټ افغانستان ته د داعش وسله والې ډلې غړي لېږدول کېږي.


روسیې یو ځل بیا ویلي، چې لا هم د ناپېژانده چورلکې پر مټ افغانستان ته د داعش وسله والې ډلې غړي لېږدول کېږي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په افغانستان کې د داعش شتون وېرول نه بلکې یو حقیقت دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا پرون دوشنبې د لړم ۷ مه په یوه خبري غونده کې ویلي، یوه ډله خلک شته چې په روسیه تور پورې کوي، چې غواړي په افغانستان کې د داعش شتون خطرناک وښيي او خلک ترې و وېروي.

نوموړي زیاته کړې روسیه نه غواړي د داعش له حضوره خلک و وېروني، بلکې په افغانستان کې د داعش شتون یو حقیقت دی او پر وړاندې یې باید جدي اقدامات وشي.

هغې ټینګار کړې، چې لا هم ناپېژانده چورلکې افغانستان ته د داعش غړي لېږدوني او په وینا یې دا ډېره حیرانونکې ده، چې دا کار په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو په شتون کې تر سره کېږي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند د مسکو او طالبانو تر منځ اړیکو له شتونه هم پخلی کړی خو ویلي یې دي، چې له دې اړیکو موخه یوازې د افغان سولې په برخه کې مرسته کول دي او په دغه هېواد کې د روسي وګړو د امنیت د خوندیتوب په خاطر دي.

روسیه یو ځل بیا دا څرګندونې پر داسې مهال کوی، چې وړاندې تر دې افغان حکومت ورته څرګندونې په کلکه رد کړې او ویلي یې دي، چې که څوک په دې اړه اسناد او شواهد لري، نو افغان حکومت ته یې دې وړاندې کړي تر څو یې په اړه جدي اقدامات وشي.

افغان حکومت ویلي افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د غوڅ ملاتړ ماموریت سره یو ځای د داعش پر وړاندې عملیات کوي او دغه ډلې ته یې مرګونې ګزارونه ورکړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 109732

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/109732/

جمهور
  https://www.jomhornews.com