دفاع وزارت وايي غزني کې ۲۹ وسله وال طالبان وژل شوي دي

8 عقرب 1397 ساعت 11:16

ملي دفاع وزارت په غزني ولایت کې د افغان پوځ په هوايي بریدونو کې د ۳۲ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.


 ملي دفاع وزارت په غزني ولایت کې د افغان پوځ په هوايي بریدونو کې د ۳۲ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن سه شنبې د لړم ۸ مه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان پوځ د غزني په قره باغ او مالستان ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو پر پټنځایونو هوايي بریدونه کړي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغه بریدونو کې ۲۹ وسله وال طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي.

دفاع وزارت زیاته کړې، چې د هوايي بریدونو په ترڅ کې د طالبانو دوه عرادې موټر، دوه عرادې موټرسایکلونه او یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 109736

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/109736/

جمهور
  https://www.jomhornews.com