اروزګان ولایت کې برمته شوي ۳۶ مسافر خوشي شوي دي

8 عقرب 1397 ساعت 12:56

چارواکي وايي، په اروزګان ولایت کې د وسله والو طالبانو له خوا برمته شوي ۳۶ تنه مسافر بېرته خوشي شوي دي.


چارواکي وايي، په اروزګان ولایت کې د وسله والو طالبانو له خوا برمته شوي ۳۶ تنه مسافر بېرته خوشي شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه مسافر درې ورځې وړاندې له کندهاره دایکنډي ولایت ته روان و، چې د اروزګان د چهارچینې بازار په سیمه کې د وسله والو طالبانو له خوا برمته شول.

برمته شویو مسافرو درې ورځې له وسله والو طالبانو سره تېرې کړې، چې بالااخره د سیمې مخورو او د کجران او چهارچینې ولسوالیو د عالمانو د شورا په همکارۍ خوشې شول.

سیمه ییز چارواکي وایي، خوشي شوي مسافر ټول ملکي وګړي او د ایکندي ولایت د کجران ولسوالۍ اوسېدونکي دي.

د دایکنډي د والي ویاند علي اکبر ناطقي هم د دغه خبر پخلی کړی او ویلي یې دي، برمته شوي ملکي وګړي پرون شپه (د لړم ۷مه) خوشي او د شپې لس بجې خپلو کورنیو ته ور وسپارل شول.

تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 109740

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/109740/

جمهور
  https://www.jomhornews.com