جاپان له افغانستان سره د اوبو د کنټرول او مدیریت په برخه کې د ۱۰ میلیونه ډالرو مرسته اعلان کړه، چې ډېری به یې د کانالونو په رغولو ولګېږي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه مرستې تړون نن سه شنبې د لړم ۸ مه کابل کې د جاپان سفیر مستوجي سوزوکا او د افغانستان د وبو او انرژۍ سرپرست وزیر محمد ګل خُلمي تر منځ لاسلیک شو.
د دې تړون د لاسلیک پر مهال کابل کې جاپاني سفیر مستوجي سوزوکا و ویل، چې افغانستان یو کرنیز هېواد دی او کرنیز صنعت د افغانستان د ټول کورني ناخالص تولید په سلو کې تر ۳۰ زیات جوړوي.
نوموړي زیاته کړه، چې ۸۸ سلنه افغانان په یوه نه یو ډول له کرنې سره تړلي او چاپان هم د افغانستان د اوبو د مدیریت په برخه کې ۱۰ میلیونه ډالر مرسته کوي.
په ورته وخت کې د افغانستان د اوبو او انرېزۍ سرپرست وزیر وزیر محمد ګل خُلمي و ویل، دا پروژه مرسته کوي چې بې مځکو او بې روزګارو خلکو ته د کار شرایط برابر شي.
د هغه په وینا د جاپان هېواد د دې ۱۰ میلیونه ډالرو مرستې ډېره برخه به پر کانالونو ولګول شي.
دا په داسې حال کې ده، چې څلور میاشتې وړاندې هم جاپان په افغانستان کې د ۵ ملیونه او ۲ لکه میندو او ماشومانو د ملاتړ لپاره ۸ ملیونه او یو لک ډالره مرسته اعلان کړې وه.
جمهورخبري آژانس:کابل