۰
د روسیې دفاع وزیر:

د اټمي وسلو له تړونه د امریکا وتل اروپا ته خطر پېښوي

سی شنبه ۸ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۲۶
د روسیې دفاع وزیر سرګي شوېګو خبرداری ورکړی، چې د اټمي وسلو له تړونه د امریکا وتل به اروپا ته لوی خطر پېښ کړي.
د اټمي وسلو له تړونه د امریکا وتل اروپا ته خطر پېښوي
د روسیې دفاع وزیر سرګي شوېګو خبرداری ورکړی، چې د اټمي وسلو له تړونه د امریکا وتل به اروپا ته لوی خطر پېښ کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سرګي شوېګو دغه څرګندونې له خپل یوناني سیال سره د کتنې پر مهال کړې او ویلي یې دي، چې اروپایي ټولنه او ناټو باید د ۱۹۸۷میلادي کال د منځ واټنه اټمي وسلو د کنټرول له تړونه د واشنګټن د وتلو پایلې وارزوي.

نوموړي په ټینګار سره خبرداری ورکړو چې که امریکا له دغه تړون څخه وزوي پایلې به یې اروپا ته ښې نه وي.

روسیه دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له دغه تړون څخه د امریکا وتل حتمي بللي ځکه د هغه په وینا روسیې له ۲۰۱۴کال راهیسي په وار وار له یاد تړونه سرغړونه کړې ده.

خو روسیې بیا دا تورونه رد کړي او ویې ویلي یې دي، چې په اروپا کې د امریکا د میزاییلو د دفاعي سیسټم د ځای پر ځای کولو ځینې جنبې له دغه تړونه سرغړونه ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي