۰
مشرانو جرګه:

امریکا په افغانستان کې د پاکستان له ښکاره لاسوهنو سترګې پټوي

سی شنبه ۸ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۰۴
د افغانستان مشرانو جرګې د پاکستان د څارګرې ادارې (آی اېس آی) مشر وروستیو څرګندونو ته په غبروګون کې وایي، امریکا په افغانستان کې د پاکستان په ښکاره لاسوهنو سترګې پټوي.
امریکا په افغانستان کې د پاکستان له ښکاره لاسوهنو سترګې پټوي
د افغانستان مشرانو جرګې د پاکستان د څارګرې ادارې (آی اېس آی) مشر وروستیو څرګندونو ته په غبروګون کې وایي، امریکا په افغانستان کې د پاکستان په ښکاره لاسوهنو سترګې پټوي.

د جمهور آزانس د خبر له مخې د مشرانو جرګې د تقنین کمېسیون رییس محی الدین منصف د جرګې په نننۍ سه شنبې د لړم ۸ مې په عمومي غونده کې و ویل، چې د پاکستان د څارګرې ادراې د مخکني رییس جنرال شجاع پاچا دغه څرګندونې چې طالبان په افغانستان کې یوه ګټوره ډله ده، د اندېښنې وړ دي.

نوموړي و ویل، چې امریکا د افغانستان په چارو کې د پاکستان دا او دې ته ورته نورې ښکاره لاسوهنې په سترګو وینې خو سترګې پرې پټوي.

منصف ټینګار وکړ، چې د پاکستان له دې څرګندونو ښکاري، چې دا هېواد بیا هم د افغان سولې په برخه کې دوکه کوي او هڅه کوي، چې د زلمي خلیلزاد پر مت د سولې پروسې له پاره روانې هڅې له ناکامۍ سره مخ کړي.

د هغه په وینا د پاکستان څارګره اداره په دا ډول څرګندونو هڅه کوي، د هغه طالبانو په لیکو کې چې غواړي سوله وکړي درځ رامنځ کړي او هغوی له سولې لرې وساتي.

 په ورته وخت کې د جرګې رییس فضل الهادي مسلم یار هم و ویل، چې د افغانستان په جګړه کې د پاکستان دخالت ښکار او له هېچا پټ نه دی.

نوموړي و ویل، پاکستان نه یوازې له طالبانو ملاتړ کوي، بلکې د افغانستان د ټولو بدبختیو او بربادیو لامل همدا پاکستان دی، خو هنر دا دی، چې افغان حکومت څخه کولای شي، له دغه په لاس ورغلو فرصتونو څخه ګټه پورته کړي.

مسلم یار د سولې په اړه د زلمي خلیلزاد هڅو ته په اشارې و ویل، چې د امریکا او طالبانو تر منځ خبرې باید د افغان دولت تر چتر لاندې تر سره شي او حکومت باید په دې برخه کې له هرګام اخیستلو څخه خبر وي.

د یادونې ده، چې د پاکستان د څارګرې ادارې مخکني مشر جنرال شجاع پاچا په تازه څرګندونو کې ویلي، چې طالبان یوه ګتوره ډله ده، چې پاکستان پخوا هم ترې ملاتړ کاوه او اوس هم ترې ملاتړ کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي