ولسمشر هم د جنرال رازق د ترور پېښه کې د غوڅ ملاتړ ماموریت لاس لرل رد کړل

8 عقرب 1397 ساعت 15:14

و لسمشر محمد اشرف غني د کندهار د امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق د ترور له پېښې دوه اوونۍ وروسته په دې پېښه کې د غوڅ ملاتړ ماموریت لاس لرل رد کړل.


و لسمشر محمد اشرف غني د کندهار د امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق د ترور له پېښې دوه اوونۍ وروسته په دې پېښه کې د غوڅ ملاتړ ماموریت لاس لرل رد کړل.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني دغه څرګندونې نن سه شنبې د لړم ۹ مه د کندهار ولایت له یو شمېر مخورو سره ارګ کې د کتنې پر مهال کړې دي.

ښاغلي غني په خپلو خبرو کې و ویل، چې شهید ستر جنرال عبدالرازق یو فرد نه بلکې یو بنسټ او د نړیوالو همکارانو سره د همغږۍ یوه بېلګه ده.

ولسمشر زیاته کړه، چې د جنګ او سیاست په میدان کې د افغانستان ماتې خوړلی دښمن هڅه کوي، په دې ډول بې بنسټ آوازو سره ملي یووالي او له نړیوالو سره د افغانستان اړیکې زیانمنې کړي.

خو په وینا یې موږ د میرویس نېکه او احمدشاه بابا لمسیان به هېڅ وخت دښمن ته اجازه ورنه کړو، چې تر منځ مو د نفاق تخم وشنیدي او سره بېل مو کړي.

نوموړي د کندهار مخور ته د ډاډ تر څنګ امنیتي ارګانونو ته لارښوونه وکړه، چې د جنرال عبدالرازق د ترور پېښه په اساسي ډول وڅېړي.

دغه راز ولسمشر غني د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر څلور لارې او د کندهار د پولیسو اکاډمي د جنرال رازق په نوم ونموله او د هغه د مقبرې د جوړېدو ژمنه یې وکړه.

باید و ویل شي، چې تر دې وړاندې د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله هم د جنرال رازق د ترور په پېښه کې د غوڅ ملاتړ ماموریت لاس لرل په کلکه رد کړي او دا یې د دښمن آوازې بللې وې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 109753

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/109753/

جمهور
  https://www.jomhornews.com