۰

د ګوانتانامو پخواني پنځ طالب بندیان د طالبانو د قطر دفتر غړي ټاکل شوي

چهارشنبه ۹ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۰۷:۱۳
راپورونه وايي، له ګوانتانامو زندانه خوشي شوي پنځه طالب مشران د سولې د خبرو په موخه د طالبانو د قطر دفتر غړي ټاکل شوي دي.
د ګوانتانامو پخواني پنځ طالب بندیان د طالبانو د قطر دفتر غړي ټاکل شوي
راپورونه وايي، له ګوانتانامو زندانه خوشي شوي پنځه طالب مشران د سولې د خبرو په موخه د طالبانو د قطر دفتر غړي ټاکل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ملا خیرالله خیرخوا، ملا نورالله نوري، ملا عبدالحق واثیق، ملا فضل مظلوم او محمد نبي عمري هغه طلب مشران دي، چې د طالبانو د قطر دفتر سره یو ځای شوي دي.

دغه طالب مشران وړاندې د طالبانو له واکمنۍ ړنګېدو څه موده وروسته د امریکايي ځواکونو له خوا ونیول شول او د امریکا تر ټولو سخت ګوانتانامونه زندان ته یووړل شول.

یاد طالب مشران تر څو کلونو په پورې په دغه زندان کې پراته و، خو کله چې طالبانو په ۲۰۰۹ میلادي کال کې یو امریکايي سرتېری بو برګډال ونیوه، نو په ۲۰۱۵ میلادي کال کې یې امریکا په بدل کې دغه پنځه طالب مشران له ګوانتانامو زندانه خوشي کړل.

ملا خیرالله خیرخوا، چې د طالبانو د واکمنۍ په مهال د کورنیو چارو وزیر، ملا نورالله نوري، چې د بلخ او لغمان والي و، ملا عبدالحق واثیق، چې د طالبانو د استخباراتو مرستیال ريیس و، ملا فضل مظلوم او محمد نبي عمري تر خوشي کېدو وروسته قطر ته ولېږدول شول، خو تر نظارت لاندې و او کوم فعالیت یې نه درلود.

خو په دې وروستیو کې چې د امریکا له خوا د افغان سولې له پاره هلې ځلې زیاتې شوې، څو ځلې لوړ پوړو امریکايي چارواکو او طالب استازو سره مخامخ خبرې وکړې او خلیلزاد یې د افغان سولې له پاره ځانګړی استازی وټاکه، تر هغې وروسته د پاکستان له زندان د طالبانو د مرستیال مشر ملا عبدالغني برادر خوشي کېدل او د طالبانو د قطر له دفتر سره د دغه پخوانیو طالب مشرانو یو ځای کېدل هغه څه دي، چې د سولې هیلې یې زیاتې کړې دي.

وسله والو طالبانو هم په رسمي ډول تایید کړې، چې د ګوانتانامو زندان دغه پخواني طالب بندیان د قطر له دفتر سره یو ځای شوي دي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد اسوشیتیدپرس خبري اژانس ته ویلي چې دوی اوس د قطر د دفتر رسمی غړي شول او د نورو هغو طالبانو سره یو ځای شي چې په افغانستان کې د سولې د پاره مذاکرات کوي.

مجاهد زیاته کړې، له ګوانتنامو څخه خوشي شویو طالب مشرانو استراحت کړی او اوس وخت دی چې د طالب مرکچیانو په توګه په خبرو کې ګډون وکړي.

د طالبانو یو پخوانی دیپلومات حکیم مجاهد وایي، دا پنځه طالبان به چې یو پکې د اردو پخوانی رئیس هم دی، د سولې هڅې به ګړندۍ او مخکې یوسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي