۰
ننګرهاروالي:

تر طالب او داعش ځینې کړۍ زموږ د پرمختګ پر وړاندې خنډ دي

چهارشنبه ۹ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۰۱
د ننګرهار والي حیات الله حیات وايي، دا مهال تر داعش او طالب ځینې کړۍ د دوی د کارونو پر وړاندې خنډ دي او نه پرېږدي، چې له فساده پاک او په کار پوه کسان په دندو وګمارل شي.
تر طالب او داعش ځینې کړۍ زموږ د پرمختګ پر وړاندې خنډ دي
د ننګرهار والي حیات الله حیات وايي، دا مهال تر داعش او طالب ځینې کړۍ د دوی د کارونو پر وړاندې خنډ دي او نه پرېږدي، چې له فساده پاک او په کار پوه کسان په دندو وګمارل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې والي چې پرون سه شنبې د لړم ۸ مه یې د مومندو او پشيي قومونو له مخورو سره په یوه ناسته کې خبرې کولې و ویل، دوی هڅه کوي، چې ښه چارواکي وټاکي او د فساد او شته ستونزو مخنيوى وکړي، خو ځینې زورواکۍ کړۍ شته چې د دوی د دغه کارونو پر وړاندې خنډ دي.

والي و ویل«اوس تر طالب او داعش لویه ستونزه همدا کړۍ دي، دغه کړۍ نه پرېږدي هغه کسان له څوکيو لرې شي، چې هغوی د فساد او خپلو شخصي ګټو په موخه پر دندو ګومارل شوي دي.»

خو ډاډ یې ورکړ، چې نه فساد کوي، نه فساد ته څوک پرېږدي، نه غصب کوي نه غصب ته څوک پرېږدي، نه زورواکی او نه هم زرواکي مني، بلکې د قانون تطبیق به له خپلې کورنۍ پیل او پر ټولو به یې یو شان پلی کړي.

والي ټینګار وکړ، چې کار اهل ته د سپارلو لړۍ يې پیل کړې او په هېڅ اداره کې به د اشخاصو له لوري ګومارل شوي کسان پرې نه ږدي، بلکې یواځې به د ننګرهار د ابادۍ او سوکالۍ په موخه د وړ کسانو ګومارلو هڅې وکړي.

په ورته وخت کې قومي مخور هم د امنیت تامین، غاصبینو، زورواکو، قاچاقبرو او په ټوله کې د فساد پر ضد مبارزه کې د ننګرهار والي د پيل کړيو کارونو په اړه ملاتړ څرګند کړ او ټينګار يې وکړ، چې ياده برخه کې لا نور پرمختګونه هم وکړي.

بل خوا د ننګرهار والي یو ځل بیا پر وسله والو طالبانو د سولې غږ وکړ او په دې پرخه کې یې د خلکو ونډه خورا مهمه وبلله تر څو په هېواد کې د ورور وژنې دا لړۍ نور پای ته ورسېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي