۰
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر:

د یمن جګړې د پای ته رسولو له پاره به ډېر ژر خبرې پیل شي

چهارشنبه ۹ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۳۰
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ویلي، چې د یمن جګړې د پای ته رسولو له پاره به ډېر ژر د ملګرو ملتونو تر څار لاندې خبرې پیل شي.
د یمن جګړې د پای ته رسولو له پاره به ډېر ژر خبرې پیل شي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ویلي، چې د یمن جګړې د پای ته رسولو له پاره به ډېر ژر د ملګرو ملتونو تر څار لاندې خبرې پیل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې هغه ویلي، دغه خبرې به راتلونکې میلادي میاشت پیل شي او په همدې اړه یې د سعودي عربستان په مشرۍ له عربي ائتلاف غوښتي، چې یمن کې هوايي بریدونه ودروي.

دغه راز هغه په یمني ځواکونو هم غږی کړی، چې پر سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او عربي ائتلاف باندې خپل توغندییز بریدونه ودروي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر سعودي د وسلو د پلور او د دغه هېواد له خوا په یمن کې پر بریدونو په کور د دنه او بهر کې د نیوکه کوونکو له خوا تر فشارونو لاندې دی.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي